پي.بي.ایس خبري چینل سره د جمهور رئیس د مرکې مهم ټکي

پي.بي.ایس خبري چینل سره د جمهور رئیس د مرکې مهم ټکي پي.بي.ایس: آیا داسې ګڼئ چې د امریکایي ځواکونو په وتلو، افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د زیاتېدو امکان شته؟جمهور رئيس غني: که خبره د جګړې وي، نو موږ چمتو یوو. موږ له میاشتو راهیسې چمتو وو.
د امریکايي ځواکونو ستنېدل ستراتیژيکه پرېکړه وه او موږ ته یې ډېر شیان واضح کړل. اوس به جګړه ساده شي، ځکه د نړیوالې توطیې، په افغانستان کې د نړیوال دایمي حضور او نورې پلمې ختم شوې. اوس باید یو ځای کار وکړو.بل عامل سیمه ده. سیمه اوس خوشاله ده چې امریکا (په افغانستان کې) د اوږدمهالي حضور نیت نه لري، نو اوس باید موږ ټول، په یوه ګډه امنیتي ستراتیژۍ توافق ته ورسېږو.
پي.بي.ایس: تاسې وویل چې چمتو یئ، یعنې دا اټکل لرئ چې د متحده ایالاتو او ناټو له وتلو وروسته به تاوتریخوالی لوړ شي، خو دا اوس هم د افغانستان له ۳۴ ولایاتو، د ۲۸ هغو په ځينو سیمو کې جګړه روانه ده، طالبان ځایونه نیسي او د ښارونو مرکزونه محاصره کوي. تاسې چې وایئ، موږ چمتو یوو، نو که ستاسې پوځونه تر ډېره وخته د طالبانو مخه ونه نیولای شي، ستاسې په نظر څه شی به د بدلون لامل شي؟جمهور رئيس غني: لومړی خو په ډېر درناوي ستاسې دغه لیدلوری تر پوښتنې لاندې راولم. طالبان سیمې نه نیسي، بلکې طالبان شیندلي بریدونه کوي. دوی یوازې ورانی کولای شي، سیمې نه شي نیولای. د کندهار ارغنداب یوازینۍ ولسوالي وه چې دوی یې د نیولو هڅه وکړله، خو اوس د دې ولسوالۍ خلک له طالبانو کرکه کوي.

پي.بي.ایس: د افغانستان د دولت استازي د طالبانو له استازو سره کتنې کوي، په دې لړ کې یې څو ورځې مخکې په دوحه کې سره ولیدل، آيا په دې خبرو کې کوم پرمختګ شوی؟جمهور رئيس غني: د سیاسي خبرو اترو کونجي دا ده چې طالبان دا مني چې د افغانستان د سیاسي نظام راتلونکی په ټاکنو پورې تړلی دی. دا اساسي خبره ده. په نورو مسایلو بحث او خبرې کېدای شي. خو که چېرې دغه اساسي مسئله تضمین نه شي، نو د تېرو ۲۰ کلونو د حقونو او لاس ته راوړنو او خصوصاً د ښځو، ځوانانو، اقلیت او د ټولنې د ټولو اقشارو د حقونو او لاس ته راوړنو موضوع تر پوښتنې لاندې راځي.
پي.بي.ایس: طالبانو ویلي چې خبرو ته به دوام ورکړي، خو زه غواړم له تاسې د هغه پلان په اړه وپوښتم چې په دې وروستیو کې په یوه مقاله کې خپور کړ، دا چې مسایل باید څنګه پر مخ لاړ شي. تاسې غواړئ چې یو لنډمهالی حکومت رامنځته شي او ټاکنې پلان او ترسره شي. تاسې دا هم ویلي چې په دې ټاکنو کې به برخه نه اخلئ او واک به هله پرېږدئ چې ځای ناستی مو ټاکنو له لارې راشي او د سولې لپاره برنامه ولري. اوس پوښتنه دا ده، آیا کوم بل داسې حالت شته چې تاسې په کې له خپل واک نه لاس په سر شئ؟
جمهور رئيس: نه!
پي.بي.ایس: بېخي نشته؟جمهور رئيس: که جګړه روانه وي، نو نشته. که جګړه روانه وي، نو زه د وسله وال ځواک سراعلی قومندان یم. زه خپل خلک نه پرېږدم. زه د هیواد ځواکونه نه پرېږدم. زه په دې حکومت خپل سر بایلم. واک ته لیواله نه یم، خو زه د نظم د تأمین اصل ته ژمن یم، افغان ټولنه نظم غواړي.
.