نړیوال خبرونه

پکتیا کې د نجونو د ښوونځیو حال

په پکتيا ولايت کې محصلينو لاريون وکړ

په پکتیا ولایت کې یو شمېر نجونې زده‌کوونکې (شنبه) سهار د خپلو ښوونځیو د بیا تړل کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ.

د پکتیا په مرکز او څمکنیو ولسوالۍ کې له یوه کال ځنډ وروسته د نجونو پنځه منځني ښوونځي او لېسې د یادو ښوونځیو د رهبرۍ او د سیمې د اوسېدونکو له لوري د نجونو زده کوونکو پر مخ پرانېستل شوې، خو نن سهار یو ځل بیا وتړل شوې.

دوی له سرپرست حکومه غوښتنه وکړه چې ښوونځي یې پرانیزي. د پوهنتون استاد پروېز خلیلي وايي: «زده‌کړې د نجونو طبیعي او شرعي حق دی، له یو کال ډېر وخت شو چې د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي او طالبانو په‌دې برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی او نجونو د برخلیک پر وړاندې بې‌پروا دي

په کابل کې د ښځینه محصلینو شمیر

له بلې خوا په کابل کې هم یو شمېر نجونې زده کوونکو د نجونو د متوسطو او لېسو پر تړل پاتې کېدو له نیوکې سربېره له سرپرست حکومته غواړي چې، پاتې نجونو ته هم د زده کړو اجازه ورکړي. د دولسم ټولګي زده‌کوونکې مژده وايي: «د ښوونځیو د بندېدو په اړه مو ټکان خوړلی دی، کله چې د نجونو ښوونځي تړلي وي او نجونو ته د درس اجازه نه ورکول کېږي، موږ نه پوهېږو چې له موږ ازموینه اخیستل کېږي او که نه‌؟.

نور یی ولوله | د احمد شاه مسعود ورځ

نور یی ولوله | د کانکور ازموینې ته د زده کونکو هر کلی

د لسم ټولګي زده‌کوونکې لېمه وايي: «موږ له اسلامي امارت غواړو چې د نجونو ښوونځي پرانیزي، څو خپلو درسونو ته دوام ورکړي. له دې سره سم، د افغان نجونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې چې اندونیزیا ته تللې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، له یو شمېر اندونیزیايي چارواکو سره یې د افغان نجونو او هلکانو د زده کړو په تړاو خبرې کړې دي

د افغان نجونو لپاره د امریکا ځانګړی استازی

د افغان نجونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري لیکلي: «ویاړم چې په جاکارټا کې مې له ګرانډ امام او ښځينه عالمانو سره ولیدل او همداراز له یو شمېر افغانانو سره مې هم د لیدلو ویاړ درلود. افغان ښځو او نارینه و ته د نورو زده کړو د فرصتونو د برابرولو لپاره خبرې دوام لري.

د پوهنتون استاد نجیب‌الله جامع وايي: «ښوونځو ته د نجونو تګ او زده‌کړه د یوه ښېرازه افغانستان هیلې ورکوي، د افغان حکومت ډاډ، ملي اراده او قاطعت د دې ښوودنه کوي چې افغان نجونې به د لېسې تر دورې مکتب ته ځي او هیله لرو چې حکومت په دې اړه باندې د ولس غږ ته لبیک ووايي. ورته مهال، یونېسف په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، دمګړۍ په افغانستان کې شاوخوا ۳ مېلیونه نجونې له زده کړو محرومې دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button