سفر خبرونه

ځینې هغه افغان مېرمنې چې بهر ته د وتلو کېسونه لري، له ویرې خپل (حمل) غورځوي

پاکستان کې ځینې افغان مېرمنې د غوښتنې کېس د نه منل کېدو له ویرې د خپل جنین لرې کېدو ته مخه کړي ده

«کله مې چې جنین سقط کړ، په بشپړه توګه نه‌و سقط شوی، ۱۸ ورځې وروسته مې د وینې بهېدل لرل، څو چې رحم کې پاتې ټوټه له‌منځه لاړه. دې موده کې مې له درملو ډېره استفاده وکړه.»

دا د نسرین «مستعار نوم» خبرې دي چې اروپايي هېوادو ته د تلو او د پناه غوښتنې کېس نه منل‌کېدو له وېرې یې خپل «جنین سقط» کړی دی.

نسرین چې افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته پاکستان ته تللې، وايي، د روان کال پسرلي کې هغه مهال چې له خپلې اومېندوارۍ خبره شوه، له دې امله چې د پناه غوښتنې بهیر یې ونه‌ځنډېږي، د ۴۵ورځو جنین «حمل» یې سقط «غورځولی» دی.

د ژور خفګان رامنځته کېدل

د نسرین په وینا، د جنین سقط یې پر جسمي او رواني ناروغیو اخته کړې. هغې وویل: «د درملو خوړل ډېر اغېز راباندې کړی، ډېره په ژور خپګان اخته شوم. له خاوند سره په هره خبره جنګ کوم، حتا دا چې نږدې وه، ځان‌وژنه وکړم، خاوند مې پرې نه‌ښودم.»

afghan women1

نسرین پاکستان ته په رسېدو سره المان او امریکا ته د پناه غوښتنه کړې او په وینا یې، نه‌غواړي د ماشوم په راوړو، د پناه غوښتنې «کېس» یې وځنډېږي او دغه هېواد کې له یوې نامعلومې راتلونکې سره ژوند وکړي.

نور ولولئ: بریتانیا د ښځو او ماشومانو لپاره خپلې بهرنۍ مرستې کموي

نور ولولئ: په لرې پرتو سیمو کې د زیږون پر مهال د مېرمنو د مړینې کچې لوړېدل

دا یوازې نسرین نه‌ده چې کډوال منونکو هېوادونو ته د تلو لپاره خپل «جنین سقط» کوي، بلکې یو‌شمېر نورې ښځې چې د تېرو دوو کلونو پر مهال پاکستان ته تللي او نورو هېوادونو ته تلو په تمه دي، په خپل سري توګه یې د جنین سقط پرېکړه کړې.

پاکستان کې یوه بله افغان مېرمن مریم چې دا یې مستعار نوم دی، یو کال وړاندې یې پرته له دې چې کورنۍ خبره کړي، خپل جنین سقط کړی.

بهر ته تلونکو کسانو ته جوړې ستونزې

مریم ۳۰کاله عمر لري او د درېوو ماشومانو مور ده. هغه وايي، له دې وېرې چې کاناډا ته د پناه غوښتنې «کېس» بهیر به یې وځنډېږي، خپل درې میاشتنی جنین سقط کړی دی. هغې وویل: «دا ماته اسان کار نه‌و، ځکه زه یوه مور یم، خو د خپلې لور د برخلیک په خاطر مې دا پرېکړه وکړه. له سقط وروسته راته نسايي-ولادي ستونزې پیدا شوې. ډاکټر ته ورغلم، خو ګټه یې ونه‌کړه.»

که څه هم هره مور د اولاد غوښتنه لري، خو کډوالو منونکو هېوادونو ته د تلو بهیر کې شته ستونزې او کړاونه مېندې دې ته اړ باسي چې خپل جنین سقط کړي او له هغه وروسته جسمي او رواني ناروغۍ وزغمي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button