ژوند

څنګه خپل ذهن قوي کړو؟

تاسو څه فکر کوئ، موږ چې ورځني ژوند کې کوم کارونه کوو

 دا زموږ بدن کوي یا ماغزه؟ که ځواب مو بدن وي؛ نو تېروتني یاست او که ځواب مو ماغزه وي، بیا نو بله پوښتنه دا راولاړېږي چې ماغزه څنګه تقویه کړو؟

موږ هره ورځ د خپل بدن لپاره ډېر څه کوو؛ خو د ماغزو لپاره هېڅ نه کوو. د بېلګې په توګه، د لاس لپاره ساعت اخلو، پښو ته بوټ، بدن ته کالي، واسکټ عطر، وېښتو ته شامپو، تېل او نور توکي کله مو فکر کړی دی چې د ماغزو لپاره موږ ولې څه نه اخلو؟ حال دا چې ټول کارونه هم د ماغزو په غاړه دي. ماغزه دي چې د انسان د بدن هره برخه کنټرولوي او په هرې برخې برلاسی دی.

نور یی ولوله | لوي اخترونو کې د افغانانو خواړه څه ډول وي

کله کله موږ یو بریالی شخص وینو، بیا له ځان سره وایو چې ولا دا هم دوه پښې، دوه لاسونه، دوه سترګې لري، زه یې هم لرم؛ نو بیا زه ولې نابریالي او هغه بریالی دی؟ توپیر په ظاهري یا فزیکي جوړښت کې نه دی، ټول توپیر په ماغزو کې دی. بریالی شخص چې له ماغزو څخه څه ډول ګټه اخلي، موږ و تاسې یې ترې نه اخلو.

د ماغزو د سمو روزلو او تقویه کولو یوه ښه لاره مطالعه ده. هڅه وکړئ چې ماغزو ته داسې څه واچوئ چې سبا ورځ دې راتلونکی ژوند بدل کړي. ماغزه مو له مثبتو خبرو او معلوماتو ډک کړئ. ضرور نه ده چې تاسو یوازې کتابونه ولولئ او ښه معلومات ذهن ته واچوئ. کله کله یو ښه فلم زموږ ذهن ته دومره مثبته انرژي ورکوي چې شل کتابه یې هم نه شي ورکولای. هر هغه خبرې یا کړه وړه مو ذهن ته واچوئ چې مثبته انګېزه درکړي.

بله خبره دا چې یوازې دا بسنه نه کوي چې ذهن مو له مثبتو خبرو ډک کړئ خلاص. هڅه وکړئ چې دا مثبتې خبرې مو نورو ته هم ورسوئ. د بېلګې په توګه موږ لګیا یو ستاسو لپاره لیکنې کوو چې تاسو ته انګېزه درکړو، ترڅو ژوند کې مو مثبت بدلون راولئ. موږ چې کله تاسو ته دا خبرې لیکو، دې کې یوازې ستاسو ګټه نه ده، بلکې زموږ ذهن هم ورسره تقویه کېږي؛ نو تاسو هم لومړی خپل ذهن له مثبتو خبرو ډک کړئ، بیا کولای شئ چې همدا مثبتې خبرې نورو ته ورسوئ، له دې سره به مو ذهن لا تقویه شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button