Uncategorized

څنګه ځان د ملا له درد څخه وژغورو؟

ډېری خلک د ملا درد لري ، په ځانګړي توګه هغه خلک چې په دوامداره توګه کار کوي. د ملا درد معمولاً د غلط کېناستلو او څملاستلو په سبب پر ملا د فشار له امله رامنځته کیږي.نو ددې له پاره چې د ملا ځیني ځان وساتو نو پکار ده چې په سهي طریقې سره کېنو، تر څو ملا، غاړه او اوږې مو برابرې وي. سېده کېناستل مو پر ملا د فشار مخنیوی کوي

د غذایي موادو کمښت، ذهني فشار او بې کاري مو هم د ملا د درد سبب جوړېدلی شي. د ډاکټرانو ځینې مشورې مو هم د ملا له درده خلاصولی شي، چې پۀ لاندې ډول دي ځینې ​​خلک چې ناست وي یا هم د تګ پر حال وي، دا ورته سخته وي چې خپل سر، اوږې، ملا او غاړه سیده یوسي، چې همدا کړنه یې د ملا په پورتنۍ برخه کې د درد لامل کیږي. د ډاکترانو په وینا له درېوو اونیو پرله پسې هڅو وروسته کولی شو چې د سم  کېناستلو عادت خپل کړو

نور یی ولوله | د افغانستان لپاره ۴ نيم ميليارده ډالرو کلنۍ مرستې غوښتنه

که چیرې په کور او یا هم په دفتر کې کار کوئ، چاپیریال مو باید د کار کولو له پاره په بشپړ ډول هوسا او ارامه وي. دغه راز د میز له پاره باید داسې چوکۍ  وټاکل شي، چې ملا، اوږې او سر مو سیده وساتي، تر څو په ملا مو فشار را نشي

د ملا درد د دوامداره ناستې په سبب رامنځته کیږي، نو پکار ده چې د کار کولو پر مهال وخت نا وخت وقفه واخلئ. ډېری هغه کسان چې د ملا درد لري په ورځ کې له 8 څخه تر 10 ساعتونو پورې په کمپیوټر کې کار کوي. نو ددې له پاره چې د ملا له درد څخه خوندي واوسو باید په ساعت کې څو دقیقې وقفه واخلو

دا هم ولولئ:  د سولې خبرو کې د پښتنوبرخه

که چیرې تاسې په کور او یا هم په دفتر کې کوئ، نو پکار ده چې په هر ساعت کې څو دقیقې وقفه واخلئ او د وقفې په جریان کې د غاړې اوږو او ملا تمرکز وکړئ او د همدې غړو حرکتونه ترسره کړئ چې په دې سره مو د بدن غړي آرامه ساتل کېږي د اوبو کمښت هم د غاړې او ملا په غړو د فشار سبب کیږي.  له همدې امله په کار ده چې هره ورځ لږ تر لږه 3 لیتره اوبه وڅښئ

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button