ستاسې اند او نظر

څنګه کولای شو پریشر کې رانشو؟

څنګه کولای شو پریشر کې رانشو تاسو د فعلي وخت نه خوشاله نه یاست او تاسو خپله پوهېږۍ چې دهغه کار په تر سره کولو چې تاسو تر اوسه ندۍ کړئ هیڅ څه به هم بدل نشي او هیڅ نتیجه نه لري او له بل اړخه ډاریږی هغه څه چې مو تر اوسه لاس ته راوړي هغه به هم له لاسه لاړل.

د فعلن لپاره چې کوم کار کوئ او یو څه ناڅه پیسې یې ستاسو ژوند کې تیارې کړي او هغه نیم او نیمګړي ملګري چې مو درباندی باور لري هغه مو هم له لاسه ورکړی دی او په پایله کې د دی پر ځای چې ژوند مو ښه شي لا به هم پسی بد تر شي. نو په دې اړه باید سوچ وشي چې څه زما په خیر دۍ او څیشۍ زما په خیرندۍ نو دې سره به د انسان تسلي وشي.

ايا له ځان مو دا پوښتني کړي؟ ایا تر اوسه مو له ځان سره ویلي چې زړه ور تیا یې لرم؟ ایا تر اوسه مو تیر وخت ته کتلي او دا هیله مو کړی چې زړه ور ياستئ؟ په ډیر ګمان سره حتمن دا کار تاسو سره کیږي او مونږه ټول دا اړتیا لرو چې د زړه ورتیا په حالت کې و اوسو مګر دا مو ضوع باید ومنوچې خبرې کول له زړه ورتیا څخه اسانه ده او په هغه عمل کول او دا موضوع دې کار ته اړتیا لری چې مو نږه خپل ځان وژغورو دخفګان او هغه خطر په مقابل کې چې ایمان ته مو زیان رسوي مثلا زمونږ غرور.

دفکر خبره داده چې ډیرې خلک هروخت له ډار سره ژوند کوي او تر هغه وخته چې کله شاته وګوری او په هغه خطر منلو باندی افسوس وکړي چې هیڅکله یې نه ده کړي مګر اصلي ټکی داده چې هیڅوک دډار نه په امن کې نه ده زیږیدلی او مونږ ټول کولی شو زده یې کړو چې تر څو ورباندې کامیاب شو.

د همدې لپاره زړه ورتیا یو عادت نده چې یواځې بختور خلک یې ولري بلکه یو مهارت او رویه ده چې کولې شو زده یې کړو او د ټولو مهارتونو په څیر یې تقویت کړو او ماهر شو لکه څنګه چې د ورزش په ډګر کې دورزشي سامان په واسطه خپل دبدن غړي قوي کوو نو کولې شو چې دزړه ورتیا لپاره هم په ژوند کې ځینې برنامې جوړې کړو.

څنګه کولای شو پریشر کې رانشو؟
څنګه کولای شو پریشر کې رانشو؟

هر وګړۍ چې غواړي چې تر تاثير لاندي رانشئ تر ټولو لومړی هغه ناسم باورونه له مخي لري کړئ چې تاسو د بې جرعني خواته بيايې.ځان داسي احساس کړئ چې د نړۍ تر ټول قوي او پياوړی انسان يې.نو انسان ته پکار دی چې هر وخت مقاومت نه کار واخلي او هر مشکل ته غاړه ورکړي او په سمه توګه ېې حل کړي ځکه که چېرې مونږ مشکل په زړه واخلو نو دا به نور مشکل هم حوړ کړي او ژوند به ځانته سخت کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button