چین دخپلمنځي مزاکراتو ملاتړ کوي
چین د خپلمنځي مزاکراتو ملاتړ کوي. دچین ولسي جمهوریت په افغانستان کې د سولې پروسې څخه په جرات ملاتړ کوي او هیله لري چې په سوله ییز افغانستان کې به دسیمي اقتصادي اړیکې لاپراخې شي.او ګاونډي هېوادونه به هم په امن کې اووسي.
دا خبرې په دوحه کې د چین د ولسي جمهوریت سفیر زوجیان د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره ملاقات کې کړي دي.دطالبانو د سیاسي دفتر او مرکچي پلاوي ویاند ډاکټر محمدنعیم وايي، دغه لیدنه نن ماښام دوحه کې ترسره شوې د دواړو مشرانو او مل هیئتونو ترمنځ شوې، چې په ترڅ کې یې د خپلمنځي خبرو په روان بهیر او د طالبانو او امریکا متحدو ایالاتو ترمنځ لاسلیک شوي سولې تړون د بشپړ تطبیق په هکله بحث شوی.
هغه ویلي، ددې ناستې پر وخت د چین ولسي جمهوریت سفیر «زوجیان» د بین الافغاني مذاکراتو روانې پروسې څخه د خپل هېواد د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.هغه داسې لیکلي: «د چین سفیر دبین الافغانی مذاکراتو د پروسې څخه دخپل هیواد دپوره ملاتړ ډاډ وښود، او په افغانستان کې يې دسولې راتلو او ثبات قایم کيدو هيله څرګنده کړه، تر څو د افغانستان او چين اړیکې او اقتصادی پروژې لا پراختیا ومومی.
یاد ملاقات په ترڅ کې طالب چارواکو د چین له سفیر څخه غوښتنه کړې، چې د کرونا ویروس په مخنیوي او واکسین په برخه کې له افغان ولس سره همکاري وکړي.دوی په اینده کې د ښه اړیکو په اهمیت هم ټينګار کړی او د دواړو هیوادونو ښه تعلقات ېې اړین بللي.
هېره دې نه وي چې تیرکال د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په ۱۸ میاشتني بهیر کې کله چې د امریکا د هغه وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو ټویټ په کولو طالبانو سره د سولې مذاکرات وځنډول د چین او روسیې په ګډون د سیمې هېوادونو ته د طالبانو د سیاسي پلاوو پرلپسې سفرونه ددې باعث شول چې مزاکرات بیا بحال شول او د سولې په اړه ناستې وشوې.