اقتصاد او سوداګري

چین د امو سیند نفتي حوزې پر ۱۸ څاګانو کار پیل کړ

چینايي کمپنۍ د امو سیند نفتي حوزه کې د تېلو د ۱۸ نویو څاګانو د کیندلو کار پیل کړی دی

افچین چینايي شرکت د امو سیند حوزه کې د نفتو د ۱۸ نویو څاګانو کیندلو کار پیل کړی دی. د طالبانو حکومت اړوند رسنۍ وایي، دغه څاګانې په قشغري، سرپل اغادریه اود جوزجان په زمردسي کې موقعیت لري.

چین له طالبانو سره خپلې اړیکې ښې ساتي او شنونکي وايي، چین د افغانستان د کانونو او نورو طبعي منابعو د استخراج او په خپله ګټه کارولو لپاره هلې ځلې کوي.

د یادو څاګانو د کار بشپړېدل

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د يکشنبې په ورځ (د لړم ۲۷ مه) د افچين شرکت د مسوولانو په حواله لیکلي، چې دغه شرکت د امو سیند په نفتي حوزه کې د تيلو د څاګانو کيندلو کار پيل کړى دى.

د افچین شرکت د عامه اړیکو مسوول امرالدین علیزي ويلي، چې د نویو څاګانو کیندلو چارې به په ۲۰۲۵ کال کې بشپړې شي.

نور ولولئ: افغانستان کې د مخابراتي شبکو لپاره د نویو بیو ټاکل کېدل

نور ولولئ: د امو نفتي حوزې د ۸ څاګانو استخراج پیل شو

هغه زياته کړه، چې د دغو څاګانو په کيندلو سره به د نفتو په استخراج کې د پام وړ زياتوالى راشي.

 

طالب چارواکي ادعا کوي، چې د نویو څاګانو کیندل به طالبانو ته شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالر عاید ولري.

afghan 2024 11 17t213125.958

د طالبانو په رسمیت نه پېژندل کېدل

طالبان، چې د نړیوالې ټولنې له سیاسي او اقتصادي بندیزونو سره مخ دي، په تېرو دریو کلونو کې هڅه کوي له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د افغانستان د کانونو د استخراج د قراردادونو له لارې خپل داخلي عواید زیات کړي.

خو د طالبانو تر واک لاندې د طبيعي زېرمو د روڼتيا او مديريت په اړه ډېري اندېښنې دي او له دغو کانونو څخه د افغانانو د واقعي ګټې په اړه ډېرې پوښتنې شته.

له دې مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني هم ویلي و چې د کانونو اوسنی استخراج نړیوال مشروعیت نه لري.

خو سره له دې چې طالبان نړیوال مشروعیت نه لري او په خپله افغان ولس هم دوی ته مشروعیت نه دی ورکړی، بیا هم دغه ډله د افغانستان معادن او نورې ملي شتمنۍ په غیر قانوني ډول خپلو ملګرو ته په قراردادونو ورکوي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته د اساسي قانون نشتوالی ددې لامل دی چې نور فرعي قوانین هم دغه ډله په خپله ګټه کاروي او هغه مادې یې تطبیق کوي چې ددوی د ډلې په ګټه وي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button