سپورټنړۍ

چین: د چت پرېوتو له امله ۱۱ نجونې د والیبال پر مهال وژل شوې

چین کې هغه نجونې چې والیبال یې کاوه، د ښوونځي د چت ړنګېدو کې وژل شوي دي

چینايي حکومتي رسنیو ویلي، لږ تر لږه ۱۱ تنه وروسته تر هغه ووژل شول، چې د یوه ښوونځي د سالون چت د نجونو د والیبال لوبې پرمهال ولوېد.

عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، ډېری قربانیان ماشومان دي، خو تر اوسه دا خبره په رسمي توګه تایید شوې نه ده.

وارخطا شویو والدین د پېښې ځای ته نژدې په روغتون کې د خپلو ماشومانو د روغتیايي وضعیت لپاره شېبې شمارلې.

سالون کې بند پاتې کسان هم شته

سیمه ییزو چارواکو ویلي، د پېښې پرمهال په دې ورزشي سالون کې ۱۹ تنه بند پاتې وو چې یوازې اته کسان ترې ژوندي پاتې شوي دي.

لومړنیو څېړنو ښودلې چې د چت په جوړولو کې د اورشیندې ډبې په څېر مواد له ښیښه يي توکو سره یوځای شوي وو چې تر ډېره د باران د اوبو راغونډېدو له کبله د چت د لوېدو لامل شوي.

نور ولولئ: ترکیه او سوریه یو ځل بیا د ۶.۳ درجې زلزلې ولړزوله

پولیسو ویلي، دا ودانۍ د چین صنعتي هیلونګ جیانګ ښار په چیچیها سیمه کې دی. چارواکو ویلي، د سالون د ننه څلور تنه د چت له کنډوالو په راوتلو توانېدلي. له کنډوالو ۱۵ رایستل شویو کسانو یوازې څلور یې ژوندي پاتې شوي.

د ودانیو ټیټ معیار

په چین کې د دغو ډولو پېښو اصلي لامل د ودانیو جوړولو اصولو کې د خوندیتوب ټیټ معیار په ګوته شوی.

دا پېښه په سیمه ییز وخت د یکشنبې په ورځ له ماسپښین وروسته درې بجې شوې او د ژغورنې عملیات د دوشنبې ورځې تر ګهیځ روان وو.

په چین کې د دغو ډولو پېښو اصلي لامل د ودانیو جوړولو اصولو کې د خوندیتوب ټیټ معیار په ګوته شوی.

په تېره جون میاشت کې د چین شمال لوېدیځ کې یوه رسټورانټ کې چاودنې لږ تر لږه ۳۱ تنه ووژل.

په لومړنیو څېړنو کې روښانه شوه چې د رسټورانټ یوه کارمن د اوبلن ګازو د یوې لیک شوې ډبې د شیر بدلولو په حال کې وو چې چاودنه وشوه.

په تېره اپرېل میاشت کې، هم د بیجینګ روغتون کې د اورلګېدو پېښې ۲۹ تنه ووژل او یو شمېر ژوندیو پاتې شویو کسانو د روغتون د ودانۍ له کړکیو د ځان ژغورنې په پار ځانونه راوغورځول.

ددې تر څنګ د چین حکومت هڅه کوي تر څو هغه سالونونه معیاري کړي چې د خلکو ګڼه ګوڼه په کې زیاته وي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button