سیمه

چین لومړنی هېواد شو چې ولسمشر یې د طالبانو د سفیر بارو لیک مني

د چین او طالبانو تر منځ دیپلوماتیکې اړیکې ښې او د چین ولسمشر د طالبانو د سفیر باورلیک منلی دی

د چین ولسمشر شي جنپنګ د یوه بهرني دولت لومړنی مشر دی چې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په رسمي توګه د طالبانو سفیر مني.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چین ولسمشر شي جنپنګ ته د طالبانو د حکومت د سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي د باورلیک د سپارلو او رسمي مراسمو په اړه بیان خپور کړی.

بلخي لیکلي چې د چین ولسمشر بلال کریمي ته د لوی سفیر او ځانګړي استازي په توګه د باورلیک د منلو پر مهال ښه راغلاست ویلی او په کارونو کې یې د بریا هیله کړې.

china1
د طالبانو سفیر اسدالله بلال کریمي د چین ولسمشر ته باور لیک وړاندې کوي.

د چین ولسمشر سره د بلال کریمي لیدنه

د بیان په اساس په دې مراسمو کې چې د بېجینګ د خلکو په لوی تالار کې جوړ شوي وو بلال کریمي د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره هم لیدلي.

مولوي اسدالله بلال کریمي د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر له میاشتې په چین کې د طالبانو د سفارت چارې مخته وړي.

نور ولولئ: ملا برادر د ځمکې له لارې له چین سره د افغانستان د وصل کېدو خبر ورکړ

نور ولولئ: چین د افغانستان لپاره نوی سفیر ټاکلی

نور ولولئ: چین د طالبانو سفیر بلال کریمي په رسمي توګه ومانه

د چین سینهوا خبري اژانس هم د لسګونو هېوادونو د نویو ټاکل شویو سفیرانو د باورلیکونو د منلو په تړاو یو بیان خپور کړی.

په دې بیان کې د طالبانو د سفیر او یا د نورو هېوادونو نومونه نه دي راغلي، خو ویل شوي چې ولسشمر شي جنپنګ د ۴۲ هېوادونو د سفیرانو باورلیکونه ومنل.

دا هم ولولئ:  طالبان: متقي ۶ ځله اړیکه نه ده نیولي، د اسحق ډار څرګندونې ناسمې دي

د طالبانو حکومت هم تېر کال د چین د نوي سفیر د باورلیک د منلو لپاره خاص مراسم نیولي وو او د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند ورسره ولیدل.

په سفارتونو کې د طالب استازو بوختیا

د نړۍ هیڅ هېیواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په ګڼو اسیايي او ګاونډيو هېوادونو کې د طالبانو سفیران او خاص استازي د سفارتونو چارې مخته وړي.

چینایان په کندهار کې د څه په لټه کې دي؟

پر طالبانو د نړیوالې ټولنې له خوا د ښځو پر حقونو د سختو بندیزونو په خاطر نېوکې روانې دي او له ګڼو فشارونو سره سره لا هم طالبانو په دې مورد څه نرمښت نه دی ښوولی.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو او چین اړیکې په افغانستان کې د چین په ګټو پورې تړلي دي. چین غواړي چې په افغانستان کې د زیاتو کانونو استخراج ترسره کړي او ګټه یې بجینګ ته ولېږدوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button