ټکنالوجيسیمه ییز خبرونه

چین څه غواړي؟ هواوې شرکت افغانستان کې د داعش د څار لپاره کمرې نسبوي

چین افغانستان کې د داعش د څار لپاره کمرې نسبوي چې په دې اړه طالبانو لا څه نه دي ویلي

چین چې د اقتصاد یو زبېښاک دی، افغانستان کې د کانونو او نورو زیرمو ته خورا ځان نږدې کړی دی او ډېری کانونو کې یې شرکتونو پانګه اچونه هم کړې ده. خو دا ځل دغه هېواد د افغانستان امنیتي برخه کې هم مداخله وکړه او د داعش د تعقیب لپاره یې مټې رانغاړلي دي.

د داعش د څار په اړه هندۍ خبري شبکه «نیوز۱۸» د یوې سرچینې په حواله وایي، د چین د مخابراتو لوی شرکت هواوې په ټول افغانستان کې د څار کمرو د لګولو لپاره له حقاني شبکې سره هوکړې ته رسېدلی دی.

نور ولولئ: پاکستان ته د چین د مرستیال لومړي وزیر د سفر موخې څه کېدای شي؟

د دې سرچینو په وینا، دا کمرې له داعش سره د مبارزې لپاره نصب کیږي.

د چین او حقاني شبکې تر منځ اړیکې

د دې خبري شبکې خبريال د امنيتي کارپوهانو په حواله ليکلي، د چين او د حقاني شبکې د مشرتابه ترمنځ د دغه تړون په لاسليکولو سره بيجينګ په افغانستان کې د خپل نفوذ د زياتولو په لور روان دى.

نیوز ۱۸ د امنیتي کارپوهانو په حواله لیکلي، په افغانستان کې د چینایي کمرو لګول به له بیجینګ سره مرسته وکړي چې د افغانستان وضعیت وڅاري او د خپلو هغو اتباعو ساتنه وکړي چې د افغانستان په پروژو کې کار کوي.

نور ولولئ: د چین بهرنیو چارو وزیر له دندې ګوښه کړای شو

له بلې خوا، وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان ولکه کړې، د چین حکومت اندېښمن دی چې دا ډله به د بیجینګ مخالفو بېلتونپالو ته پنا ور کړي.

له ختیځ ترکستان له اسلامي ډلې د بیجینګ ویره

د بیجینګ له نظره، په دغه هېواد کې اسلامي ډلو، لکه د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، چې په سینکیانګ کې یوه بېلتون غوښتونکې وسله واله ډله ده، د دې وړتیا لري چې په افغانستان کې د القاعده او داعش په څېر له سخت دریځو ډلو سره یو ځای شي او له هغه ځایه د چین ګټې له ګواښ سره مخ کړي.

راپور له طالبانو څخه د دې ډلو د ځپلو لپاره د چین غوښتنې ته په اشارې سره لیکلي چې طالبانو دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې «دغه فعالان له ډېرې مودې راهیسې زموږ مېلمانه دي.»

دا په داسې حال کې ده چې چین پاکستان او سینګاپور په څېر هېوادونه د اقتصادي سقوط تر پولې ورسول او اوس غواړي چې د افغانستان زیرمې هم وزبیښي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button