ساینس او ټېکنالوژي

چین کې د اپل شرکت کمساری تخفیف، لاملونه او موخې

اپل شرکت په چین کې پېرېدونکو ته کمساری تحفیف اعلان کړی دی

په چین کې پېرودونکو ته د ایفونونو اخیستو کې کمساری تخفیف ورکول کېږي ځکه اپل د مخ په ډېرېدونکو نورو ځایي سیالانو سره مخامخ دی.

دغه څلور ورځنی تخفیف، چې د شنبې پر ورځ (د جنورۍ څلورمه) پیلېږي، د امریکا ستر شرکت اپل له خوا په هر ګرځنده ټیلیفون کې ۵۰۰ یوانه تخفیف اعلان کړی دی.

وروستي ماډلونه او د هغوی بیې

چینایي ټیلیفون جوړونکي شرکت هوواوې هم د خپلو وروستیو موډلونو ګرځنده ټیلیفونونو بیې تر شل سلنې ښکته کړې دي.

دا تخفیفونه په داسې حال کې اعلان شوي، چې په چین کې مشتریان د دغه هېواد د اقتصادي ننګونو له امله په لګښتونو کې زړه نا زړه دي. د اپل په وړاندیز کې غوره ماډلونه او زاړه ګرځنده ټیلیفونونه او ځینې نور وسایل شامل دي.

نور ولولئ: ایفون 16 به نن بازار ته وړاندې شي؛ په اړه یې څومره پوهېږی؟

نور ولولئ: د چین او اپل کمپنۍ اختلافات او د ایفون بازار رالوېدل

نور ولولئ: اپل کمپني د ایفون 17 ډیزاین د اوږدې مودې اپ کرېډ ژمنه وکړه

دې شرکت تېر کال هم د چین نوي کال پر مهال ورته اعلان کړی و. سږکال، د چینايي نوي کال رخصتۍ د جنورۍ په پای کې پیلېږي.

په دې برخه کې د تګلارو بدلون

د بازار حالاتو ارزونې چینايي نړیوال شرکت (ای ډي سي) لوړ پوړي څېړونکي ویل وانګ په وینا د اپل تګلاره د چینایي مشتریانو د پېر په چلند کې د سمون لپاره بدله شوې. “که اپل د نرخونو دا تګلاره غوره نه کړي، ښايي له نورو سیالانو وروسته پاته شي.”

مشتریانو ته د اپل او هواوې دغه تخفیف د چین په لروبر کې حالاتو یوه وړه بېلګه ده.

د موټر جوړولو شرکتونو په ګډون پر انلاین کاروبارونه هم هڅه کوي چې په بیو کې د کموالي په وسیله مشتریان ورجذب کړي. د نړۍ دغه دویم لوی اقتصاد له ورو کېدو سره مخامخ دی او په همدې دلیل خلک ډېر مصرف ته زړه نه ښه کوي. د چین حکومت هم د خلکو له خوا د لګښتونو زیاتولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.

تېر کال، بېجينګ د سوداګرۍ په برخه کې يو پروګرام پيل کړی و، او خلک یې هڅول، چې زاړه محصولات لکه موټر او د کور سامانونه په نویو هغو بدل کړي.

هغه پلان دا نن ( جنورۍ څلورمه) بېرته راژوندی او پراخ کړ شو. له دې وروسته به خلک وکولی شي ګرځنده تلیفونونه، ټابلیټونه، ځیرک ساعتونه او فېټنېس بنډونه یا د فیزیکي فعالت لاسبندونه هم پر نویو بدل کړی شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button