نړیوال خبرونه

ډاکترعبدالله د نجیبې په اند

 دوه ورځې وړاندې نجیبه فیض په خپل فیسبوک کې یو پوسټ کړی وو او خپل او ډ اکټر عبدالله انځور ېې هم نشر کړۍ وو په دغه پوسټ کې لیکلي وو که څه هم زه همېشه تر اورېدلو پر لیدلو زیاته عقیده لرم؛

هغې د داکټر عبدالله په نړاو لیکلي ووچې افغان سیاست وال ډاکټر عبدالله په تړاو مې ځینو مخصوصو کړیو او ځانګړو ميډيا ګروپونو ،په خیال او ذهن ټول داسي ‌را ګډ وډ کړي وو، چې تر لیدلو ها خوا مې اورېدلو باندي‌ هم ورو ورو عقیده برابرېده.‌څه موده وړاندې مې له یوې افغانې پښتنې سیاست والې هیلۍ ارشاد سره پر هم دغه سیاستوال عبدالله عبدالله بحث وشو؛ خبرې اوږدې او آن تر دې چې په ځینو برخو کې سحتې شوې ؛ خو دا پر خپل دریځ ‌ولاړه وه او بیا بیا یې دا خبره کوله چې:

 نجیبې ته له اورېدلو غږېږې؛ ته باید عبدالله عبدالله وګورې.» ما ورته وویل چې سمه ده، تاسو ملاقات راته تنظیم کړئ زه به عبدالله عبدالله وګورم.‌حیرانه وونکې دا وه چې هیلۍ جانې ټلیفون واخیست او کوم کس ته یې وویل چې نجیبه فیض غواړي ‌له ډاکتر صیب عبدالله سره ملاقاات وکړي او دا کار که نن وشي زموږ وخت به ضایع نشي.

لکه څنګه چې موږ ته معلومه ده چې د جمعې ورځ وه او جمعه مبارکه په کابل او ټول افغانستان  کې داسي‌ رخصتي وي چې په رسنیو کې خبرونه هم نه موندل کیږي او خبریالان رخصت وي؛ نو داسي ورځ باندي له یوه داسي افغان چارواکي سره چې نیم هېوادواګې یې لاس کې وي لیدل بیخي ‌نا شوني راته ښکاره شول خو هله حیرانه شوم چې ملګرې مې راته وویل چې ځه چې ځو ډاکتر صیب عبدالله سره به ملاقات وکړو.

لاړو دډاکټر عبدالله کور ته لاړو دا کور د افغانستان ځینو نورو لوړرتبه چارواکو له کورنو نه مختلف برېښېدو. دلته هرڅه لرګین او یو نابلده غوندي ډیزاین وو چې ما کابل کې نه وو لیدلی، دوه علته کېدای شي.اول دا چې زه ډېرو کورونو ته نه یم تللې او د افغان سیاستوالو کورونه مې نه دي ‌لیدلي.بله دا چې ښايي د عبدالله د کور ډیزاین به رښتیا هم بل رقم وو.

د ډا کټر صیب کور په تقریبآ هره برخه کې د پخواني جهادي ‌قوماندان احمد شاه مسعود بیلا بیل او په بیلا بیلو ډولونو جوړشوي انځورونه وو چې یو یې ځکه ډېر راته جالب وو چې په وړو وړو تیګو یې د احمد شاه مسعود انځور جوړ کړی وو.د کور بله ځانګړنه یې دا وه چې هلته د احمدشاه بابا او میرویس خان نیکه انځورونه هم را موجودوو.

ښاغلې نجیبې د ډاکټر عبدالله د ملمه پالنې په اړه لیکلي وو چې کله به چې ما ځانته چاۍاچوو نو دا هڅه به ېې کوله چې ما ته واچوي خو مه به ېېممانیت کوو. همداراز نجیبې لیکلي وو چې نجیبه فیض د ملمه پاله سخصیت ترڅنګ ښخو ته هم ځانګړۍ احترام لري او مېرمنو سره د نوموړي چلند دنورو سیاستوالو څخه مختلف دی. ښاغلې نجیبې د نوموړي د سیاست په اړه لیکي چې هغه یو باعرته او پوه سیاستوال دی او سولې او افغانستان ته ژمن دی نوموړۍ د یو ښه سیاستوال ترځنګ ښه مریر هم دی،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button