نړیوال خبرونه

ډاکټرعبدالله به ډېر ژرد عمران خان په بلنه اسلام اباد ته سفر وکړي

 ډاکټرعبدالله به ډېر ژر د عمران خان په بلنه اسلام اباد ته سفر وکړي د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په راتلونکو څو ورځو کې پاکستان ته په سفر ځي.هغه ته څه وخت وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان بلنه ورکړې وه.

ډاکټر عبدالله به اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې قطر کې د افغانانو پر خپل منځي خبرو او پخلاینې بحث وکړي ښاغلی عبدالله اسلام اباد ته دا سفر د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه کوي.عبدالله عبدالله دا راز پرون په یوه انلاین ناسته کې هیله وښودله چې په قطر کې د افغانانو خپل منځي خبرې به د افغانستان څلور لسیزې جګړه ختمه کړي او په هېواد کې به وینه توییدنه بنده شي.

نوموړي همدا راز وویل، د سیمې ټول هېوادونه د ترهګرۍ له ګواښه سره مخامخ دي او د افغانستان سوله به وکولی شي دا ګواښ له منځه لرې کړي.په وروستیو کې د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هڅې د سولې په برخه کې د ستاینې وړ دي.نوموړۍ شپه او ورځ سولې ته کار کوي او زیاته هڅّ ېې دا ده چې افغانستان کې سوله راشي.

ډاکټر عبدالله د سولې او نورو ملي مسایلو لپاره په چټکو کارونو او هڅو د خلکو پام خپل ځان ته ور اړولی.د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانانو د خپل منځي خبرو پرانیست غونډه کې د عبدالله عبدالله خبرې هر اړخیزې او هیله مندې وې، چې ډېری شننونکي د عبدالله عبدالله وینا او دریځ ستایي.دويي وايي چې باید ټول سیاسیون باید د ډاکټرعبدالله پّ څېر سیاست خپأ کړي او سوله د بل هر څه نه بهتره وبلي

دا په داسې مهال ده چې د خپل منځي خبرو پرانیست غونډه چې د عبدالله عبدالله په حضور کې پیل شوه لا هم د افغانانو د خپل منځي خبرو تر پړاوه نه دي رسېدلي او لا هم دواړه لوري په کاري اصولو طرزالعملونو پر کار مصروف دي. بلخوا افغانان وايي چې باید دا وارته دواړه لورې په صدق کار وکړي او دواړه لورې باید سولې ته لومړیتوب ورکړي.

ډاکټرعبدالله به ډېر ژرد عمران خان په بلنه اسلام اباد ته سفر وکړي
ډاکټرعبدالله به ډېر ژرد عمران خان په بلنه اسلام اباد ته سفر وکړي

له طالبانو د افغان دولت ، امریکا او نړیوالې ټولنې غوښتنه ده چې د مذاکراتو په درشل کې دې ژر تر ژره اور بند اعلان کړي، ځکه د طالبانو لخوا جګړې او تاوتریخوالي بیخي ډېر زور اخیستی.لا هم هره ورځ خلک مړه کیږي او هغه خلک وژل کیږي چې کوم د افغانستان غریبه طبقه ده. او د پوښتنې ېې څوک نشته نو دواړه لورې په ژر اوبند باندې خبرې وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button