کورني خبرونه

ډاکټر عبدالله: اسرائیل په منځني ختیځ کې د ستونزو او ترینګلتیاوو لامل دي

افغان سیاستوال ډاکټر عبدالله عبدالله اسرائیل په منځني ختیځ د ستونزو اصلي لامل بولي

په افغانستان کې د پرځېدلي جمهوریت د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر ایران د اسراییل برید وغانده.

هغه پر خپله اېکس پاڼه په یوه پیغام کې لیکي چې اسرائیل په منځني ختیځ کې د ستونزو او ترینګلتیاوو اصلي عاملین دي. دی زیاتوي، اسرائیل په سیمه کې دولتونه په کړکېچونو کې داخلوي او په فلسطین ستونزې ظلمونه کوي.

هغه لیکلي:« د ایران پر خاوره د اسراییل برید غندوو. په سیمه کې د دغو ټرینګلتیاوو اصلي لامل د فلسطین د مظلومو خلکو پر وړاندې د اسراییل سیاستونه، په غزه کې د دغو خلکو وژنه او په سوریه کې د ایران پر ډیپلوماټیکې استازولۍ برید و.»

په غزه کې د اسرائیلو جنایتونه

هغه وایي، د دې لپاره چې اسراییل په غزه کې له خپلو جنایتونو څخه د نړۍ پام بل پلو واړوي او کورني اختلافات بند کړي؛ پر دغه ډول نا مسوولانه کړنې یې لاس پورې کړی.

afghan (3)
پر ایران د اسرائیلو برید

هغه زیاته کړې، د ایران پر خاورې هر ډول برید او تېری سیمه د لاترینګلتاوو او جګړو خوا کشوي او سیمه‌ییزه او نړۍواله بې ثباتي لا پراخوي.

نور ولولئ: کرزي او عبدالله له طالبانو څخه د نه منلو غوښتنه وکړه

نور ولولئ: خلیل حقاني: عبدالله عبدالله راسره همکاري کړې او له سیاف سره یې ۲۰ غونډې کړي

هغه د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې لیکلي:« موږ باور لرو، چې د اوسني کړکېچ او نورو بحرانونو حل له سوله‌ييزو او ډيپلوماتيکو لارو چارو څخه ګټه پورته کول دي. موږ د ايران پر خاوره د تېري په کولو سره د کړکېچ د زياتولو او د سيمې د کړکېچ پلوي نه يوو. موږ د بحران د کمولو او په سوله‌ییزه توګه د بحران د حل لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوو.»

پر ایران د اسرائیلو د تېرې ورځې بريد

یوه جګپوړي امریکايي چارواکي اې‌بي‌سي نیوز ته ویلي، د اسرايیل جنګي الوتکو د جمعې په سهار په یوه ډېر محدود برید کې اصفهان ته نږدې د هوايي دفاع پر یو سیسټم، له ایرانه بهر درې توغندي وتوغول.

له بل پلوه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم ویلي:« د دې وخت رارسېدلی، چې په منځني ختیځ کې د غچ اخیستنې خطرناکه دوره ودرول شي.»

خو ایران بیا سره له دې چې د ایران په هوايي ډګرونو کې یې الوتنې ځنډولې وې، د اسرائیلو برید یې نه مانه او ویې ویل چې په هوا کې یې ځینې لیدل کېدونکې واړه څیزونه لیدلي او د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button