نړیوال خبرونه

ډاکټر عبدالله: دسولې ځنډېدلې خبرې باید ژر تر ژره بیا پيل شي

ډاکټر عبدالله: د سولې ځنډېدلې خبرې باید ژر تر ژره بیا پيل شي د ملي مصالحې عالي  شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، په دوحه کې د افغان سولې په ټپه ولاړې خبرې دې ژر تر ژره بیا پیل شي او کوشش دې وشي، دواړه لوري اوربند باندې توافق وکړي.

ډاکټر عبدالله چې پرون یې د ملي مصالحې عالي شورا د پراختیایي پروګرامونو او د مرستو د جذب کمېسیون په افتتاح غونډه کې خبرې کولې وویل، چې په قطر کې خپل منځي مذاکرات دې ژر تر  ژره بیا ځلې پيل او اوربند چې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده، په اړه یې دې توافق وشي.ښاغلي وړاندې زیاته کړه، چې افغانان له سولې لوړ لومړیتوب نه لري او دا چې هره ورځ جګړه له افغانانو قرباني اخلي؛ نو ځکه باید بند شي.

د ډاکټر عبدالله پورتنۍ څرګندونې وروسته له هغه دي، چې دوه ورځې وړاندې د امریکا  د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له عبدالله سره په تلیفوني خبرو کې وویل، چې امریکا د سولې پروسې د چټکتیا او سیاسي جوړجاړي تمه لري.ښاغلي بلینکن په افغانستان کې د جګړې د شدت لوړه کچه وغندله او یاده یې کړه،

dr abdullah
ډاکټر عبدالله

چې دامریکا حکومت د طالبانو او امریکا  تر منځ لاسلیک شوې توافقنامه ارزوي،هېره دې نه وي چې د تېرې  جنوري میاشتې پر پنځمه نېټه په دوحه کې د افغان سولې خبرو دوهم پړاو پيل شو او داسې تمه وه، چې خبرې به په چټکۍ مخ په وړاندې ولاړې شي.

خو دا چې د طالبانو او امریکا تر مابین د لاسلیک شوي توافق ځیني برخې عملي شوې نه وي، طالبان یې له امله د یو شمېر سیمه ییز  هیوادونو په سفر ووتل او خبرې ودرېدې.اوسمهال سیاسي شنونکي هم په دې اړه واي که چېرته خبرې بېرته پیل نشي نو جګړه به نوره هم شدت وکړي او د سولې شته فرصت به هم له لاسه ورکړو.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button