نړیوال خبرونه

ډاکټر عبدالله د امریکا مرستیال سفیر سره پر افغان سولې خبرې کړي

ډاکټر عبدالله د امریکا مرستیال سفیر سره پر افغان سولې خبرې کړي د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د دې شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د امریکا سفارت له مرستیال مک کري سره د سولې لپاره د امریکا پر طرحې غږېدلی.

د افعانستان ملي مصالحې عالي شورا لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کتنه نن په ارګ کې ترسره شوې ده او دواړو لوریو په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.خبرپاڼه زیاتوي چې په دې کتنه کې دسولې لپاره د امریکا پر طرحې سربېره د سولې دوروستیوپرمختګونو او راتلونکو اقداماتو هم خبرې شوې دي او د دواړه لوریو د سولې بهیر پر چټکتیا او اغېزمنتیا ټینګار کړی.

د راپورونږ پر بنسټ دواړو لوریو د سولې مذاکراتو د چټکتیا هرکلی کړی او روانې جګړې د ختمېدو لپاره یې سیاسي حل لار او خبرې اترې مهمې بللي دي.تر دې نه مښکې ځینو معتبرو سرچینو خبریال وېبپانې ته ویلي وو چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیزاد کابل ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوې طرحه وړاندې کړې ده، چې د موقت حکومت منځته راتلل هم پکې شامل دي.

158216857 251258766667507 3002998533851862265 o 750x430 1

د دي پر وینا د دغې طرحې له مخې به د بُن په څېر ترکیه کې یو کنفرانس جوړېږي، چې د طالبان افغان حکومت او سیاسي رهبران به پکې ګډون وکړي. او له مخې به یې موقته اداره رامنځته کېږي.بلخوا بیا ولسمشر غني بیا د خلیلزاد له لوري د سولې لپاره سپارل شوې طرحه پردۍ بولي او وايي چې افغانستان ته د پردیو طرحو او کاغذونو له مخې سوله نه راځي،

ښاغلی عبدالله د سولې برخه کې پرپر وروستیو پرمختګونو، د امریکا له لوري پر وړاندې شوې طرحې او د سولې برخه کې پر نورو اقداماتو بحثونه کړي دي. سرچینه زیاتوي دواو لوریو د سولې په اړه وروستیو پرمختګونو هم بحث کړی.باید یاده کړو چې ښاغلی خلیلزاد د سولې نوې طرحه افغان مشرانو سره شریکه کړه نو نوموړی اوسمهال په دوحه کې دی او دغه طرحه به طالب مشرانو سره هم شریکوي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button