نړیوال خبرونه

ډاکټر عبدالله: د مزاکراتو په نوم باید وخت ضایع نشي

ډاکټر عبدالله: د مزاکراتو په نوم باید وخت ضایع نشي.د ملي پخلاينې عالي شورا ریس ډاکټر عبدالله عبدالله ويلي، د طالبانو جګړه د پلازمېنې کابل دروازو نږدې شوې او تور يې پورې کړی، چې طالبان د مذاکراتو په نوم وخت ضايع کوي.

ډاکټر عبدالله د ملي پخلاينې عالي شورا نوبتي ناستې ته د وينا پر مهال ويلي، چې طالبانو د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره خپلو بریدونو او جګړو ته زور ورکړی او دغه ډله د مذاکراتو په نوم وخت ضايع کوي او غواړي، چې د جګړې په زور حکومت تر لاسه کړي.ښاغلي عبدالله زياته کړې، چې دوی په ټول قوت د سولې لپاره هلې ځلې کوي او له زړه يې غواړي.

هغه له ټولو سياسي مشرانو او خلکو غوښتي، چې څنګه د سولې لپاره يو دريځ لري، همدارنګه بايد د خلکو په دفاع کې هم سره يو لاس او يو موتی شي، په داسې حال کې، چې طالبان د پرمختګ په حال کې دي او د کابل ښار دروازو ته شوي دي.بلخوا ته په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم ويلي، چې د مقابل لوري «حکومتی پلاوي» د مرکچي هيئت ګڼ شمېر غړي له ډېر وخت راهيسې په قطر کې نه و

20210701 152416

هغه وایی له همدې امله په مذاکراتو کې کوم ځانګړی پرمختګ نه دی شوی.د ډاکټر نعيم په وينا د مقابل لوري د مرکچي پلاوي ځينې غړي له دوحې بهر دي او په عين حال کې بيا تور پر طالبانو د خبرو ځنډولو تور هم پورې کوي.د قطر دفتر وياند د کابل پر پلاوي تور پورې کړی، چې د دوه اړخيزو مخامخ ناستو ځينې خبرې يې رسنيو ته ويستلي،

چې له امله يې روانو خبرو ته زيان اوښتی دی.ښاغلي نعيم د نوم له اخيستو پرته دا هم ويلي، چې د مقابل لوري د مرکچي پلاوي ځينې غړي له وسلو او يونيفورم سره د جګړې ډګر ته تللي دي.هېره دې نه وي چې د جمعيت اسلامي پخوانی مشر او د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور له خپلو وسله‌والو او زوی خالد نور سره د شورتپې ولسوالۍ ته تللی و او هلته يې له طالبانو سره د جګړې لپاره خپل تياری ښوولی و

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button