ژوند او ټولنه

ډبلیو ایف پي: ۲۰۲۴ کال کې به ۴ میلیونه ښځې او ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ شي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې ۲۰۲۴ کال به ۴ میلیونه ښځې او ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ وي

اخوا داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې په افغانستان کې د کار پیدا کېدو فرصتونه له منځه ځي او د هرې ورځې په تېرېدو سره خلک د فقر او غربت خواته ورنږدې کېږي.

خو تازه په افغانستان کې د خوړو د نړۍوال پروګرام د خوړو د برخې مشر راجرز وینیاما وایي:« د افغانستان د خوړو څانګه اټکل کوي، چې په ۲۰۲۴کال کې به شاوخوا څلور مېلیونه ښځې او ماشومان د سختې خوارځواکۍ سره مخ وي.»

ډبلیو ایف پي د بودجې له کمښت سره مخامخ ده

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، د بودجې د کمښت له امله اوس له ۱۶ مېلیونه وږو خلکو څخه یوازې اووه مېلیونه خلکو ته بېړني خواړه چمتو کوي.

wfp1
افغان ماشومان

دغه پروګرام د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې دوی اړمنو کسانو ته بېړني تمویل ته اړتیا لري؛ ترڅو د بېړنیو مرستو په کچه کې د زیان منوونکو کسانو لپاره ملاتړ ترلاسه کړي.

‏د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، د افغانستان د بشري مرستو صندوق د دغه پروګرام هڅو ته وده ورکوي چې په مرکزي لوړو پرتو سیمو کې د افغان مېرمنو او ماشومانو اړینې خوراکي اړتیاوې پوره کړي.

نور ولولئ: افغانستان کې د اقتصادي وضعیت په هکله د سره صلېب نړۍوالې کمېټې اندېښنه

نور ولولئ:  افغانستان کې بې وزلي؛ ۳.۲ میلیونه ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي

نور ولولئ: ننګرهار کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر زیاتوالی

د خوړو نړۍوال پروګرام په ملاتړ د بامیانو په پنجاب ولسوالۍ کلینیک کې د ماشومانو متخصص ډاکټر عبدالخالق کریمي وایي، چې د ولسوالۍ نږدې ۴۰ سلنه مېندواره او شېدې ورکوونکې مېندې د خوارځواکۍ لپاره مرستو ته اړتیا لري.

کم عمره ماشومان او خوارځواکي

د هغه په وینا، له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو وضعیت ډېر خراب دی او په دې کې ۴۵ سلنه د خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

wfp
افغان ماشومان

راپور وایي، د افغانستان د بشري مرستو صندوق د ملاتړ سره د خوړو نړۍوال پروګرام توانېدلی چې له ۳۱زره څخه زیاتو ماشومانو لپاره ځانګړي تغذیه شوي خواړه ترلاسه او زېرمه کړي او د ۱۳۵۰۰۰ څخه زیاتو مېندوارو او شېدو ورکوونکو مېندو سره د شپږو میاشتو لپاره مرسته وکړي.

پر دې سربېره بیا په افغانستان کې د طالبانو اوسنی رژیم بیا د نړیوالو دا ډول راپورونه جدي نه نیسي او حتی د ځان او خپلې واکمنۍ پر وړاندې یې بې ځایه تبلیغات بولي.

طالبان په داسې حال کې واکمني کوي چې د خلکو لپاره د کارونو د رامنځته کولو هېڅ ډول برنامه په لاس کې نه لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button