ژوند

ډبلیو ایچ او: د زیاتې مالګې خوړلو سره باید احتیاط وشي

اړوند مطالب: 

کوم خواړه نارينه جنسي قوت زياتوي؟

جنسي اړیکو ته د کمې لېوالتیا لاملونه

د مغزي سکتې په مخنیوي کې مرسته کوونکي خواړه

د روغتیا نړیوالې سازمان (WHO) په یوه نوې لارښوونه کې د سوډیم د مصرف د کمولو پر اړتیا ټینګار کړی او د زیاتې مالګې د زیانونو په اړه یې خبرداری ورکړی دی. خو کوم خوراکي مواد کولای شي د مالګې ځای ونیسي؟

د زیاتې مالګې د استعمال زیانونه

د مالګې ډېر خوړل د روغتیا لپاره جدي پایلې لرلی شي. د لوړې اندازې سوډیم د وینې فشار، د زړه ناروغۍ، مغزي سکتې او د پښتورګو ستونزې ډېروي. همدارنګه، د مالګې زیات استعمال د بدن کلسیم کموي، چې دا د هډوکو روغتیا ته زیان رسوي.

د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوي چې د سوډیم ورځنی مصرف باید له ۲ ګرامه زیات نه شي. د دې مادې زیات استعمال د زړه ناروغۍ، لوړ فشار، مغزي سکتې، د سترګو د نظر کمزورتیا او د هډوکو د کمزورتیا خطر زیاتوي.

د سوډیم د مصرف کمولو اړتیا

دې سازمان په دې وروستیو کې د ټیټ سوډیم لرونکو بدیلو موادو په اړه لارښوونې خپرې کړي او ټینګار یې کړی چې په ټوله نړۍ کې باید د سوډیم مصرف کم شي.

په دې راپور کې راغلي چې هر کال ۱.۹ میلیون کسان د زیات سوډیم د مصرف له امله د زړه د حملې یا مغزي سکتې له کبله ژوند له لاسه ورکوي. نوې څېړنې ښيي چې د مالګې بدیلونه د مغزي سکتې خطر ۱۴ سلنه او د مړینې خطر ۱۲ سلنه کموي.

د سوډیم د کمولو ګټې

د سوډیم کم استعمال په اوږدمهال کې د هډوکو روغتیا ته هم ګټه رسوي.

د مالګې ۸ بدیلونه

د سوډیم د کمولو لپاره ۸ داسې بدیلونه شته چې د خوراک خوند ته زیان نه رسوي، خو روغتیا ته ګټه لري.

۱. دودیز بدیلونه

د سوډیم پر ځای د مالګې ځینې بدیلونه پوټاشیم لري، چې عامې مالګې ته ورته خوند لري. پوټاشیم د وینې فشار کموي، خو هغه کسان چې د پښتورګو مزمنې ناروغۍ لري، باید دا ډول بدیلونه ونه کاروي، ځکه اضافي پوټاشیم یې بدن نه شي دفع کولی.

۲. لیمو او نور تروشې مېوې

په خوړو کې د لیمو او د لیمو پوستکي اچول د مالګې بدیل کېدای شي. دا مواد د کب په غوښه، پخېدونکو سبزیجاتو لکه پالکو، سالاتې، سوپ، ساس او حتی ډسرونو کې د مالګې په ځای کارولی شو. که تازه لیمو نه وي، د لیمو له پوډرو هم کار اخیستلی شو.

۳. سرکه

لږ سرکه د مالګې په څېر په خوړو کې خوند زیاتوي او د مالګې په شان د خوراک تريخوالی کموي.

۴. پیاز

پیاز خوړو ته طبیعي خوږوالی او پیاوړی خوند ورکوي. که تازه پیاز نه وي، د پیاز پوډر یا وچ پیاز هم کارېدلی شي.

۵. د سموک پاپریکا پوډر

دا مساله خوراک ته د مالګې پر ځای یو ځانګړی خوند ورکوي.

۶. د خوړلو خمیره

دا خمیره د پنیر په څېر خوند لري، خو سوډیم او غوړ یې ډېر کم دي.

۷. د هوږې پوډر

د مالګې پر ځای د خوږ او توند خوند لپاره د هوږې پوډر غوره انتخاب دی.

۸. امسالې او خوشبویي لرونکي بوټي

مسالې لکه د هوږې پوډر، د پیاز پوډر، ریحان، ویلنی، پودینه او روزماري خوراک ته بې‌ساری خوند ورکوي. همدارنګه، تازه سبزیجات لکه دڼیا او تراتیزک د بدن لپاره ګټور دي.

د مالګې د کمولو لپاره صبر وکړئ

د تغذیې متخصصان وايي چې بدن د ۲ او ۳ میاشتو ترمنځ د کمې مالګې په خوند عادتېږي. د بېلابېلو مسالو او طبیعي خوندونو کارول کولی شي چې د مالګې کمښت جبران کړي او خوراک همداسې خوندور وساتي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button