کورني خبرونه

ډبلیو اېف پي: “افغانستان کې د سېلابونو د وړاندوینې لپاره پانګونه کوو”

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د سېلابونو د وړاندوینې لپاره پانګونه کوي

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیواېف‌پي ویلي چې دا بنسټ د افغانستان په «ګواښ‌لرونکو» سیمو کې د سېلاب د وړاندوینې او خوړو توکو د جوړونې په برخه کې پانګونه کوي.

نوموړي بنسټ شنبه د تلې پر ۱۴مه په یوې خپره کړې بیانیه کې ویلي چې افغانستان د اقلیمي ناورین له کبله شپږم زیانمنونکی هېواد دی.

د بیانیې پر بنسټ، د خوړو نړیوال پروګرام د چټکې خبرتیا سیسټم وړاندوینه کوي چې سېلاب چېرته پېښېږي او کومې سیمې په ګواښ کې دي.

کوم عوامل په پام کې نیول شوي دي؟

د بیانیې له مخې، په پام کې نیول شويو عواملو کې ورښت، د تودخې درجه او د واورې ویلي کېدل، د لاس لاندې د اوبو جریان، سیندونه او ډنډونه شامل دي.

د دغه بنسټ د موندنو له مخې، ورښت به د افغانستان په یوې لویه برخه او په ځانګړې توګه د هېواد شمال کې چې د غلو دانو د تولید مهمه برخه بلل کېږي، د سږني لمریز کال په ژمي کې له منځنی کچې ټيټ وي.

نور ولولئ: ډبلیو ایف پي: یو میلیون افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره ۱۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

نور ولولئ: د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د ژمي په رارسېدو د لوږې د کچې پر لوړوالي اندېښنه څرګنده کړې

afghan 2024 10 05t112843.737

په هېواد کې د لومړنۍ خبرتیا او له قحطۍ څخه د مخنیوي بنسټ غړې ګابریلا لوز وویل: «موږ وړاندوینه کړې چې سږ کال به په شمالي نیمه کره کې ژمی دوام وکړي، په دې مانا چې په افغانستان کې به باران او واوره له منځنۍ کچې ټیټه وي.»

د لوږې د پېژندنې لپاره برنامې

په خبرپاڼه کې راغلي چې دوه کاله مخکې په افغانستان کې د خوراکي توکو نړیوال پروګرام د خبرداري ټیم د لوږې د پېژندنې لپاره یو ازمایښتي پروګرام پېل کړی و.

دا ازمایښتي پروژه د فرانسې دولت او اروپايي ټولنې په مالي مرسته پېل شوې وه.

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، دا ډول ارزونې یاد سازمان ته دا فرصت ورکوي چې شاوخوا درې میاشتې مخکې د هېواد لوړ خطرلرونکو سیمو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.

دغه نړیوال سازمان ټینګار کړی چې اوس هم په هېواد کې ۱۲.۴ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې د بودیجې د کمښت له کبله هره میاشت په هېواد کې شاوخوا ۱۱ میلیونه اړمن کسان د مرستو له ترلاسه کولو بې برخې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم په افغانستان کې د سېلابونو له امله بې ځایه شوي کورنۍ له اقتصادي ستونزو سه مخامخ دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button