Uncategorized

ډهلي په تبت کې د اوبو بند په اړه چین ته خپلې اندېښنې رسولي دي

هند ویلي دي چې په تبت کې د اوبو بند په اړه یې چین ته خپلې اندېښنې ور رسولي دي

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي نوي ډیلي بیجینګ ته د چین د هغه پلان په اړه خپلې اندیښنې رسولې، چې غواړي په تبت کې د یارلونګ زنګبو سیند باندې، بریښنا بند جوړ کړي. چین وايي، دا پروژه به په چاپیریال یا د اوبو رسولو برخه کې لوی اغیز ونه لري خو هند او بنګله دیش یې په اړه اندیښنې لري.

د رویټرز د رپوټ له مخې، یارلونګ زنګبو له تبت تر وتلو او د هند د اروناچل پردیش او اسام ایالتونو ته تر رسېدو وروسته د جنوب په لور بهیېږي د برهماپترا سیند ور څخه جوړیږي، چې په پای کې بنګله دیش ته رسیږي.

له چین د ډاډ تر لاسه کولو غوښتنه

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال په اونیزه خبري ناسته کې نن د دغې پروژې په اړه وویل:« له چین غوښتنه شوي ده، چې باید ډاډ ترلاسه کړو، چې د برهماپترا سیند لاندې سیمې باید د لوړو سیمو د ګټو له امله زیانمنې نه شي.»

نوموړي وویل:«موږ به د خپلوګټو د ساتنې لپاره څارنې ته دوام ورکړو»

د راپورونو له مخې، د دې بند جوړول چې تېره میاشت تصویب شوي، په نړۍ کې به د خپل ډول ترټولو لوی بند وي او په کال کې به د ۳۰۰ ملیارد کیلو واټ بریښنا ظرفیت ولري.

نور ولولئ: هند او ایران له چابهار بندره د ګټې اخیستو ۱۰کلن تړون لاسلیک کړ

نور ولولئ: تهران: طالبان سر له سبا له چابهار بندر کار اخیستلی شي

نور ولولئ: د هند له لوري افغانستان ته د چابهار بندر له لارې د ۲۰۰ ټنو درملو لېږد

همدارنګه د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې نوي ډیلي د بیجینګ سره د دوو نویو ښارونو د جوړولو په اړه هم خپل “جدي اعتراض” ثبت کړی دی.

جیسوال وویل:«په دغه سیمه باندې د نویو ښارونو جوړول په سیمه کې هیڅ داسې اثر ونه ولري، چې دا سیمه زموږ تر حاکمیت لاندې ونه ګڼل شي او نه د چین غیرقانوني او جبري اشغال ته مشروعیت ورکړي.»

د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې

د اسیا د لویو هېوادونو هند او چین ترمنځ اړیکې، چې په ۲۰۲۰ کال کې د دوی په جنجالي پوله کې د یوې مرګونې پوځي نښتې وروسته ترینګلې شوې وې، د اکتوبر په میاشت کې د لویدیځ همالیا په غرونو کې له دوو د سرتیرو د ایستلو یوې موافقې ته تر رسیدو وروسته د ښه کیدو په حال کې دي.

د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ تر هوکړې وروسته، دواړه خواوې په پوله کې له جنجالې سیمې پر شا شول او په تېرو پنځو کلونو کې د دواړو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو تېره میاشت د لومړي ځل لپاره رسمي خبرې وکړې او دوی هوکړه وکړه،چې د اړیکو ښه کولو لپاره به ځینې ګامونه هم پورته کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button