نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د اړتیا په صورت کې پر ایران پوځي برید هم کوو

اړوند خبرونه:

امیر عبداللهیان امیر خان متقي ته ویلي: د هلمند سیند اوبو کې حقابه مو جدي غوښتنه ده

یو ایرانی پلاوی د هلمند د اوبو په تړاو خبرو لپاره کابل راځي

له ایران سره د خبرواترو د پیل په درشل کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که اړتیا وي، دوی به د اسراییلو سره په همغږۍ کې د ایران پر وړاندې پوځي اقدام وکړي. هغه دا هم زیاته کړه چې اسراییل به په دې احتمالي اقدام کې مخکښ وي.

ټرمپ پرون (چهارشنبه، د اپرېل۹مه) د سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: “که پوځي اقدام ته اړتیا وي، موږ به پوځي اقدام وکړو، او اسراییل به یقینا په دې کې لوی رول ولوبوي. خو دوی به د دې کار مشران وي.”

ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جنوري په میاشت کې یې د خپلې دوهمې دورې له پیل راهیسې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو څخه د ایران د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کړی، دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې ټاکل شوې ده د اپرېل په ۱۲مه، د شنبې په ورځ په عمان کې له ایران سره د هېواد خبرې‌اترې پیل شي.

هغه مخکې دا خبرې‌اترې “مستقیمې” بللې وې، خو د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ګډون ایراني چارواکو، ټینګار کړی چې دا خبرې‌اترې به په غیر مستقیم ډول او د عمان په منځګړیتوب سره ترسره شي.

د امریکا ولسمشر خپلې وینا ته په دې وضاحت سره دوام ورکړ چې د دې خبرواترو اصلي هدف دا دی چې ایران قانع کړي چې د خپل اټومي وسلو پروګرام پریږدي. هغه خبرداری ورکړ چې که خبرې‌اترې ناکامې شي، “ایران به په لوی ګواښ کې وي” او پوځي انتخاب به په جدي توګه د میز پر سر وي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button