Uncategorized

ډونالډ ټرمپ: پوتین لېواله دی چې له ما سره وګوري

د امریکا نوي منتخب ولسشمر ویلي چې پوتین زما سره لیدو ته لېواله دی

اړوند مطالب:

جوبایډن او شیخ محمد؛ د دواړه هېوادونو تر منځ د همکاریو نوی باب پرانېستل شو

جوبایډن د اسراییل او حماس تر منځ د لنډمهاله اوربند د غځېدو هڅې کوي

د امریکا ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ده سره د کتنې غوښتنه کړې ده.

د فرانسې د خبري آژانس د راپور له مخې، ټرمپ پنجشنبه د جنورۍ پر ۹مه، د جمهوري غوښتونکي ګوند له غړو سره په یوه غونډه کې وویل چې هغه د دې کتنې تنظیمولو په حال کې دی.

هغه څرګنده کړه: «هغه (پوتین) غواړي چې سره وګورو او موږ یې د تنظیمولو په حال کې یو.

د ټرمپ په وینا، د غونډې موخه په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو هڅه ده.

روسیې تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

پرون  ټاس خبري اژانس د کرملین د ویاند دیمیتري پیسکوف په حواله راپور ورکړ چې که ټرمپ وغواړي چې د لوړې له مراسمو وروسته پوتین ته زنګ ووهي، نو د روسیې ولسمشر به د دې اړیکې هرکلی وکړي.

پیسکوف وویل چې پوتین په وار وار  خبرو اترو ته خپل چمتووالی اعلان کړی دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button