افغانستان

ډونالډ ټرمپ: کېدای شي اړ شو چې افغانستان کې پاتې نظامي تجهیزات بېرته ترلاسه کړو

اړوند خبرونه: 

م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې نجونې پکې ښوونځي ته نه شي تللی

توماس: افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پاتې امریکایي نظامي تجهیزاتو په بېرته ترلاسه کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې واشنګټن کېدای شي اړ شي دا تجهیزات بېرته واخلي.

ټرمپ یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې که څه هم دغه وسلې اوس زړې شوې دي، خو امریکا نوي تجهیزات جوړوي.

هغه وویل: «موږ خپل پوځ بیا جوړ کړ، خو د دې ډېره برخه مو افغانستان ته ورکړه. دا کس (جو بایډن، د امریکا پخوانی ولسمشر) زما مطلب دی، هغه یې میلیاردونه او میلیاردونه ډالر افغانستان ته ورکړل او کېدای شي اړ شو چې دا بېرته واخلو، که څه هم اوس یو څه زړې شوې دي.»

ډونالډ ټرمپ څو ځله په افغانستان کې د پاتې امریکایي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو او په بګرام کې د امریکا د شتون په اړه ټینګار کړی دی.

سرچینو مخکې افغان‌ناو ته ویلي وو چې هغه امریکایي پلاوی چې یوه اوونۍ مخکې افغانستان ته راغلی و، طالبانو ته دوه انتخابونه ورکړي دي: یا دې په بګرام کې د امریکا شتون ومني یا دې نظامي تجهیزات بېرته وسپاري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور له خپرېدو وروسته ویلي چې د بګرام یا نظامي تجهیزاتو په اړه له امریکایي پلاوي سره هېڅ خبرې نه دي شوې.

دا هم ولولئ:  د افغانستان د حج 2023 پیکج

خو طالبانو مخکې ویلي وو چې نظامي تجهیزات به حتی د جګړې په بیه هم امریکا ته ونه سپاري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button