نړیوال خبرونه

ډونلډ ټرمپ:د کرسمس پورې ټول امریکايي فوځیان له افغانستان څخه راوباسو

ډونلډ ټرمپ:د کرسمس پورې ټول امریکايي فوځیان له افغانستان څخه راوباسو امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هغه به تر راتلونکي کرسمس پوري له افغانستان څخه ټول سرتیري وباسي.کږم چې د هغه د مهمو کارونو څخه دی.

ښاغلي ټرمپ په خپلو وروستي ټویټونو کې له افغانستان څخه د سرتیرو په وتلو تازه ټويټونه کړي دي.ټرمپ یوځل بیا ټینګار وکړ چې متحده ایالات باید د تر راتلونکي کرسمس پوري له په افغانستان څخه هغه کوچني ډله چې ده يې ستاينه کړي را وباسي.ښاغلي ټرمپ ليکلي د خپلو زړورو نارینه او ښځو پاتې کوچنۍ ډله به هم بیرته خپل هیواد امريکا ته راولي.او خپلو فامیلونو سره به یو ځای شي تر څو دويي په خوشالی ژوند تېر کړي او خپل ارمانونه پوره کړي.

د یادولو وړ ده چې دا ترټولو لنډ وخت دی چې ټرمپ يې له افغانستان څخه د ځواکونو ایستلو لپاره اعلانوي.هيره دي نه وي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په داسي حال کې د خپلو سرتيرو د وتلو خبر ورکوي چې په افغانستان کې جکړې سخت زور نيولی او هره د افغان پوځ او طالبانو تر منځ درنې نيښتي په سختو مرګ ژوبلو نور نه کيږي.

نه يوازي دا چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ جګړه سخته شوي بلکي دواړه لوري د سولي د خبرو په سر په دوحه کې د واړه لوريو ترمنځ د سولي مذارکرات هم روان دي.که څه هم له څه کم يوې مياشتې راهسي د سولي دغه خبري روانې دي خو تر اوسه يې کومه جوته پايله نه ده ورکړي.

داسي ويل کيږي چې زلمی خليلزاد او د امريکا دفاع وزير دوحي ته ددې لپاره تللي چې طالبان او افغان حکومت پر يوه هوکړې سره سلا کړي.د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند هم څوڅو وارې ویلي دي چې مونږ اوربند ته نږدې یو صرف او صرف د مشرانو لاسلیک ته اړتیا لري. هغه ویلي چې ډېر ژر به نورد خوشالی زیری له ځانه سره ولرو.او افغانان به په خوشالی کې ژوند کول پیل کړي.

رویټرز: ولسمشر ټرمپ به ډېرژرافغانستان کې خپل د عسکروکمولواعلان وکړي
رویټرز: ولسمشر ټرمپ به ډېرژرافغانستان کې خپل د عسکروکمولواعلان وکړي

عامو افغانانو هم په سوشل ميډیا کې مختلف نظریات له ځانه سره لري. دويي د طالبانو او حکومت د اوربند په اړه د خبر هر کلی کړی دی او ویلي دي چې که چرته سوله راشي او اوربند وشي. نو مونږ به نوریستان ته سفر کوو دويي همداراز زیاتوي چې کومه به هغه ورڅ وي چې زمونږ هېواد کې سوله وي او مونږ د هېواد ګوډ ګوډ ته چکرې وهو.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button