نړیوال خبرونه

ډونلډ ټرمپ ته په افغانستان کې د پوځيانو د شمېر په هکله سم معلومات ندي ورکړل شوي

ډونلډ ټرمپ ته په افغانستان کې د پوځيانو د شمېر په هکله سم معلومات ندي ورکړبږل شوي د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې په سپينه ماڼۍ کې خپلې وروستۍ ورځې شپې تېروي د امریکا د موجود سياست او تګلارو خلاف ډېر د عجلې ډک اقدامونه وکړل، د هغه له دې کړنو سره د امریکا د حکومت دننه ګڼ شمېر چارواکي خوښ نه وو.

تازه سرچینی او معاومات ښيي چې د امريکا د ننه د مخالفو چارواکو غبرګون یوازې د مخالفت تر ښوودلو پورې محدود نه و، بلکې په عملي ډګر کې يې هم د ټرامپ په وړاندې ځينې داسې کارونه کړي چې ډونالډ ټرمپ ورڅخه هېڅ خبر نه و.د امريکا د تاريخي سياست سره د ځينو ولسمشرانو ټکر او د هغه څخه د مخ اړول ډېر کله د هغوی د شکست سبب شوي دي، ټرامپ هم یو له همداسې ولسمشرانو څخه دی چې د امريکا د مسلسل سیاست خلاف يې قدمونه پیل کړل د شام لپاره د امريکا ځانګړی استازی جیم جفري وايي چې دوی به ډونالډ ټرمپ ته په سوريه کې د امريکايي عسکرو د شمېر په هکله غلط معلومات ورکول او دروغ به یې ورته ويل،

جفري وايي چې پوځي چارواکو د سوریې څخه د ځواکونو د را ايستلو پلان نه درلود نو له همدې کبله به يې ټرمپ ته د‌خپلو ځواکونو‌ د شمېر په هکله دقیق معلومات نه ورکول.امريکايي پوځي چارواکي وايي چې په سوریه کې یې د امريکايي ځواکونو د شمېر په هکله ډونالډ ټرمپ ته دروغ ويل، همدا چاره په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په هکله څوک رد کولی شي؟ددې پوښتنې ځواب هم مجهول دی، همدا اوس ګڼ شمېر لوړ پوړی پوځي چارواکي وايي چې د افغانستان څخه ‌د پوځيانو وتل خطرناک دي، د امريکا يو لوړ پوړی پوځي چارواکی چې د ډونالډ ټرمپ لخوا اوس برطرف شوی د

په ښکاره په واشنګټن کې وويل چې امريکا د افغانستان د منتخب حکومت په وړاندې د طالبانو سره لاس يو کړی دی.په دې کې هېڅ شک نشته چې د افغانستان په تړاو دې هم پوځي چارواکو ډونالډ ټرمپ ته دروغ ويلي وي، ځکه ډېری چارواکي دې ته په تمه دي چې د ډونالډ ټرمپ سره خدای پاماني وشي او جوبایډن د سپینې ماڼۍ چارې په لاس کې واخلي.

ډونلډ ټرمپ ته په افغانستان کې د پوځيانو د شمېر په هکله سم معلومات ندي ورکړل شوي
ډونلډ ټرمپ ته په افغانستان کې د پوځيانو د شمېر په هکله سم معلومات ندي ورکړل شوي

افغان سیاسیون هم تراوسه په ډاډ سره وايي چې امريکا په ټوله مانا د افغانستان څخه تلونکې نه ده، ځکه ددوی سره امنیتي تړون او ګډه اعلامیه لري، په واشنګټن کې پوځي چارواکي هم د افغان حکومت د دريځ ملاتړ کوي او پدې ټينګار کوي چې یوه کچه امريکايي پوځيان بايد خامخا په افغانستان کې موجود وي ترڅو په حساسو وختونو کې د افغان حکومت کلک ملاتړ وکړي.او هیواد مو پر مخ په سمه توګه بوزي.تر څو نا امني بیا زور ونکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button