نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

ډونلډ ټرمپ: جنرال ميلي احمق وو چې د امریکا پوځي وسایل یې افغانستان کې پرېښودل

 امریکا امریکا

د امریکا پخوانی ولسمشر  ډونلډ ټرمپ ویلی  چی  جنرال ميلي  احمق وو  د امریکا پوځي وسایل یې افغانستان ته  پرېښودل  ډونلډ ټرمپ د دې هېواد د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال مایک میلي له دې امله  احمق بللی چې ګواکې د امریکا خورا قیمي او حساس پوځي وسایل یې په افغانستان کې پرېښي.

ښاغلي  د سه شنبې پر ورځ د خپلو پلویانو یوې غونډې ته ویلی   دعوه  کړی چې له افغانستان څخه  د پوځیانو د وتلو پر مهال د امریکا پوځي الوتکې او چورلکې افغانستان کې هم   پاتې. نوموړي ویلی وسایلو  کې داسې الوتکې هم  وې چې پنځوس میلیونه ډالره قیمت  یې درلوده او همدا رنګه  د پرېښودل شوی چورلکو قیمت  ۲۹ میلیونه ډالره وه.   نوموړی  زیاته کړی ما غوښتل چې ټول وسایل دې را ویستل شي  آن مېخونه او پېچونه مې هم نه پرېښودل  خو دوی الوتکې او چورلکې ورته پریښی .‌

ایا داسې نشو  کېدلای  چې یو دوه سوه پیلوټان افغانستان ته ولېږي چې دا الوتکې بیرته  راولي؟ ده   جنرال میلي  راته ویلی  پرېښودل یې تر را ایستلو څخه   ارزانه غورځیږی  هماغه مهال  پوه شوم چې دا  احمق دی

دا هم ولولئ | اسټرلیا نیوزلیند ماتولو سره شل اوریز نړیال جام پخپل نوم کړ

ګواکی  پخوانی ولسمشر افغانستان ته د دوه سوه پیلوټانو د لېږلو خبره کړی  خو داسې هېڅ کوم ثبوت یا رپور نشته چې امریکا  په دومر لوی شمېر کې پوځي الوتکې یا چورلکې افغانستان کې پریښي  د امریکا پوځ‌ د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې له افغانستان څخه  خپل ټول  پوځ ویستل.

هغه مهال چی  د امریکا پوځي‌ چاروکو ویلي  یو شمېر پوځي وسایل به له افغانستان څخه  وباسي ځینې به له هغی  څخه منځه وړي او ځینې ښایي پرېږدي. خو دا لومړی ځل ندی  چې پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستان څخه د امریکایي پوځيانو پر وتلو نیوکې کوي

نوموړي‌ له دې مخکی  هم تور لګولی چې د امریکایي پوځ ناڅاپي او بېړنۍ وتلو څخه د  افغانستان کې د اوسني وضعیت لامل شوه. خو د یادونې وړ ده  چې امریکا د دوحې تړون له مخې له افغانستان څخه د پوځيانو د ایستلو پرېکړه کړې  او دا تړون د ولسمشر ټرمپ په واک کې لاسلیک شو او هم  یې ملاتړ کړی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button