سیمه ییز خبرونه

ډیره اسماعیل خان کې وسله وال برید کې لس د ملېشه ځواک عسکر هلاک شوي

دغه برید پر یوه پوسته شوی چې له امله یې د پاکستانۍ ملېشې لس عسکر هلاک شوي دي

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د ملېشه ځواک پر پوسته په برید کې ۱۰ سرتېري وژل شوي دي.

د سیمې امنیتي چارواکو، چې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لرله، د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د اکتوبر پر ۲۴مه شپې ناوخته د ډېره اسماعیل خان په درازنده کې پر زام امنیتي پوستې حمله وکړه چې پکې درې سرتېري ژوبل هم شول.

په سیمه کې د امنیتي تدابیرو سختېدل

یو پولیس چارواکي د اکتوبر ۲۵مې پر سهار رسنیو ته وویل چې د پېښې پلټنې یې پیل کړي او په سیمه کې یې امنیت سخت کړی دی.

چارواکي وايي چې ژوبل سرتېري یې د ډېره اسماعیل خان ضلعي روغتون ته لېږدولي دي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د برید ذمه واري منلې ده.

نور ولولئ: پر پاکستاني پوځ برید کې پوځ ته مرګ ژوبله اوښتي ده

نور ولولئ: پاکستان کې یوه جومات ته نژدې برید شاوخوا ۵۲ تنه وژلي دي

په عین وخت کې د بنو پولیس وایي، وسلوالو د اکتوبر پر ۲۴مه شپې مهال په بکاخېلو کې پر تاڼه برید کړی چې پکې یو پولیس ژوبل شوی دی. د حملې مسوولیت لا چا نه دی منلی.

اخوا پر هم هغه شپه پولیسو په لکي مروتو کې د یو مشکوک وسلوال د وژنې ادعا کړې ده خو دا یې نه دي ویلي چې هغه د کومې ډلې غړی وو. کومې وسلوالې ډلې هم لا د پولیسو د دعوې په اړه څه نه دي ویلي.

د ډیره اسماعیل خان ناامنه کېدل

د ډېره اسماعیل خان په ګډون د خیبر پښتونخوا په جنوبي او قبایلي ضلعو کې له دوو کلونو راهیسې ناامنۍ زور نیولی دی چې پرضد یې خلکو وخت په وخت پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. له ډېره اسماعیل خان سره نېږدې په بنو کې د سوداګرو ټولنې د اکتوبر پر ۲۲مه د امنیت لپاره پرلت وواهه.

تر دې مخکې د مې پر ۱۰مه د درازنده جرګې پر حکومت غږ کړی وو چې د امن پر ځای کولو لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د “ترهګرۍ ختمولو ته ژمن” دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر د سېپټېمبر په پیل کې ویلي ول چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button