هنر او ادب
رجحان

ژبې څنګه او په څه ډول منځته راغلي دي؟

د ژبو منځته راتللو په باره کې خورا ډېر بحثونه شوي دي

 دا چې ژبې څنګه منځته راغلي او انسان په لومړي ځل څنګه خبرې پيل کړې، په اړه یې څو نظريې موجودې دي.

دژبوځيني څېړندويان پردې اند دي، چې په لومړيو کې انسان دچوڼچوڼو او ژويو په څېر غږونه اېستل…..

[د ژبپوهنې ځينې پوهان د ژبې د رامنځته کېدو په اړه وايي چې کله انسان په طبيعت کې ازاد ګرځېده، نو خپل چاپېرچل کې به يې د ځينو څيزونو د غږونو پېښې (پيروي) کولې، چې د وخت په تېرېدو سره دغه پېښې په وييو واوښتې.

د دې نظريې په بنسټ په پښتو ژبه کې هم ډېر ويي همداسې رامنځته شوي دي. د ساري په ډول: پښتوكې كارغه (نورې بڼې يې:كاغۀ،كاغى، كڼاخ…) دنوموړي له غږ( كاغ، كاغ) نه، دچوڼچوڼې ويى د( چوڼ ياچڼ-چڼ) نه، دكوړكې كلمه دچرګې له غږ( كوړت يا کړت) نه، او د بنګېدا ويى د مچ له(بنګ،بنګ)، کرکړې (له کړ-کړ)، څينګښه(چونګښه) ( له څينګ، څينګ يا چونګ-چونګ؟) نه رامنځته شوې دي.

په دې اړه نور نظرونه هم شته

ژبې,د یوې او بلې ژبې رېښې

د حيواناتو په نومو سربېره دکړتو، بنګېدل، بنګهار، بنګس، بنګېدا، ګړېدل، ګړول او نور ډېر ويي پښتنو د چاپېرچل (طبيعيت) په پېښو جوړ کړيدي.

په پارسۍ کې، مګس ويی (دمچانو له  اواز، بنګس)…. څخه هم په دې ډول رامنځته شوی دی.

دانګرېزۍ په مورينه ژبه (انګلوساکسون) او اوسمهالې انګرېزۍ کې دCackle (کرکړو)، Buzz (بنګهار) او نور ډېر ويي دطبيعي اوازونو په پيروۍ جوړ شوي دي. او دا ويي د انسان د هغه وخت د ژوند يادګاري کيسې کوي، چې په ازاد طبيعت کې به د نورو حيواناتو په شان ګرځېده.

نور یی ولوله | د امربالمعروف نوی قانون؛ د ښځې لوڅ مخ فتنه ده

  نور یی ولوله | په بدن باندې د سګرټ څکولو اغیزې

پښتو ژبې (سا) چې د روح لپاره کارېږي، ډېره پخوانۍ ښکاري. ښايي چې دا ويی د اوسنۍ انګرېزۍ له ساى sigh  چې د(اوسېلي) مانا ورکوي، سره يو آری وي او دانګريزۍ ويی هم  په پخوا وختونو کې  د روح لپاره کارېدلی وي.

دې وييوکې هم د هوا مانيزه ريښه پټه ده. زه خو فکر کوم چې دا به د هوا اخېستو له طبيعي غږ (هه، سه) څخه راوتلې وي. کله چې سړى اکسيجن اخلي نو دغه اوزا په ښه ډول اورېداى شي. ښايي چې دې اواز به وروسته د (سا، ها، ساى) بڼې خپلې کړې وي.

د یوې او بلې ژبې رېښې

ژبې,د یوې او بلې ژبې رېښې

يوه بله خبره هم بايد ياده شي، چې د پښتو ژبې (اګۍ=هګۍ) چې د انګرېزۍ ژبې له اګ eggسره يوآرې ده او د ژوند تخم دى، په دوی کې هم دا ريښه پټه وي. همدغسې د پښتو خوټه  ((هاټه)) ويي کې هم د(سا، ها…) ريښه نغښتې ښکاري. د دې ټولو وييو سروکار له ژوند او ژوند ورکولو سره دى، چې بيا هم د روح خاصيت ته ورګرځي او ريښه يې د پښتو ((سا=سه، ها=هه)) ته رسېږي.

خو د ډېرو نورو وييو جوړښت له دې نظريې سره، سرنه خوري.

په دې اړه نورو پوهانو هم نظريې وړاندې كړي دي.

په ډېرګومان  ژبه د يو تړون او پلان له مخې[يوځايي] نده رامنځته شوې[5] بلکې دانسان له اړتياسره جوخته منځته راغلې ده.او اوس هم، همداسې پرمختګ کوي…اوسمهالې ژوندۍ ژبې له هرې خواپوره ندي، ځيني خيالات پکې په سختۍ او ځينې پکې په اسانۍ ويل كېداى شي اوځينې پكې د څرګندونې او وينې څو – څولارې اوګودرې لري…[ژبه کې د زياتره وييو شتون يا نشتون د ژبې د ويونکو په چاپېرچل، اړتيا او ددوی د ژوندانه په ځينو نورو اړخونو پورې اړه لري.]

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button