ژوند

ژر پخېدونکي خواړه دفاعي سیستم پیاوړی کوي

ژر پخېدونکي خواړه له چاغوالي، شکرې او د زړه له ناروغۍ سره تړاو لري، خو وروستیو څېړنو ښودلې چې ژر پخېدونکي خواړه د انسان پر دفاعي سیستم هم اغېزې کوي.

په لندن کې د فرانسیس کرک انسټیټیوټ کې د خپرې شوې څیړنې له مخې، برګر، د چرګانو غوښه او نور پروسس شوي خواړه په ټوله نړۍ کې د (اټو ایمیون سیستم) د اړوند ناروغیو د زیاتوالي لامل کیږي

نور یی ولوله | د کدو زړي د روغتیا لپاره ډیرې ګټې لري

څیړونکي وايي چې په دې ناروغۍ کې د انسان د معافیت سیسټم ګډوډ کیږي او د صحي حجرو او د هغه وایروسونو ترمنځ توپیر نشي کولی چې پر بدن حمله کوي

جیمس لي، چې د دې څیړنې مشري کوي، وايي چې ژر پخېدونکي خواړه مهم غذايي مواد لکه فایبر نلري، له همدې امله د انسان د بدن مایکرو بایوم (د انسان په کولمو کې د مایکرو ارګانیزمونو ټولګه ده چې د ویروس سره مبارزه کوي) اغېزمنوي.

د اټو ایمیون ناروغۍ په پایله کې د شکرې، مفصلونو او د سکلیروسیس په نوم ناروغۍ، چې په دې ناروغۍ کې بدن پخپلو نسجونو او غړو حمله کوي، رامنځته کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button