ژوند

د کدو زړي د روغتیا لپاره ډیرې ګټې لري

د کدو زړي د مجموعي روغتیا لپاره خورا ګټور وي او د ګرم اغېز په سبب په ژمي کې یې استعمال مفید وي. دغه راز د کدو زړي د ښځو لپاره هم اړین وي او د کدو زړي په خپل ترکیب کې میګنیزیم، کاپر، پروټین او زنک لري.

په دې په زیاته اندازه شحمي اسیدونه هم وي، چې د وینې جریان ښه کوي، شریانونو ته ګټور وي او د وینې غوړ کموي او که چېرته په ژمي کې استعمال شي نو د بې شمېره موسمي ناروغیو څخه خوندیتوب رامنځته کوي.

نور یی ولوله | زکام یا دپوزې وچوالي لپاره باید څه وکړو؟

د کدو زړي د سیروټونین په نوم یو جز هم لري چې د ښه او آرام خوب سبب کېږي او روغتیاپالان یې د طبیعي خوب دوا ګڼي او د ټرایپټوفن په ماده هم لري چې له امینو اسیدونو سره یوځای سیروټونین زیاتوي.

همدا راز کوکوربیټاسین او امینو اسیدونو هم لري چې د ویښتانو د ودې لپاره مهم وي او ویټامین سي هم ویښتانو هم ګټور وي او د ویښتانو د توییدو مخنیوی کوي.

د کدو زړو استعمال د روغتیا لپاره خورا اړین وي او بدن ته ګټور ویټامین او منرالونه ورکوي او په کارولو سره یې تر ډېره د لوږې احساس نه کېږي او په طبیعي ډول وزن کموي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button