ژوندژوند او ټولنه

ښه خوب مو پر روغتیا مثبت اغېز کوي

ساینس ثابته کړې چې ښه خوب پر روغتیا مثبت اغېز کوي او که څوک ښه خوب ونه کړي، له مشکل سره مخامخ کېږي

په ژوند کې یوازې د ورځې د لومړیو ساعتونو مدیریت اړین نه دی، بلکې باید د ورځې اخري ساعتونه هم د یوه استثنایي ژوند د درلودو لپاره مدیریت کړو.

ډېری کسان پوره خوب نه کوي او ډېری وخت صحیح فکر نشي کولای او د ستومانۍ احساس لري. موږ او تاسې په یو داسې عصر کې ژوند کوو چې اکثره کسان د خوب له ستونزو سره مخامخ دي، نیمه شپه له خوبه پاڅي، یانې منظم خوب نه لري.

انترنت او ټولنیزې شبکې یې اصلي لاملونه دي

څېړنو جوته کړې چې د تکنالوژيکو وسایلو شین رنګ زموږ په وجود کې ملاتونین کموي. ملاتونین شیمیایي ماده ده چې وجود ته وایي خوب ته اړتیا لرې. هیڅ د شک ځای نه دی چې د مبایل او نورو تکنالوژيکو وسایلو چک کول د ورځې په اوږدو کې تاسو ته ضرر رسوي.

او پوره جوته ده کله چې مخکې له خوب څخه مدام له تکنالوژيکو وسایلو ګټه پورته کوئ، هېڅکله به ښه خوب ونه لرئ.

نور ولولئ: په ګرمۍ کې د شپې ارام خوب لپاره څو مشورې

د دې وسایلو نور هغه نور اخیسوتونکي ګانګلیوني سلولونه، چې د نور په مقابل کې حساس دي، فعالوي چې د ملاتونین تولید محدودوي او زموږ د شپي او ورځې په سلوک باندې منفي اغېز لري او خوب مو بې نظمه کوي.

باید له خوب څخه مخکې عادتونو ته مو بدلون ورکړو، چې وکلای شو سهار مخکې له دې چې سپېدې ښکاره شي را ویښ شو او ډېره انرژي ولرو.

کله چې پوره خوب ونه لرو، نه یوازې له خوب څخه پاڅېدل راته سختېږي، بلکې کړه وړه، روغتیا او ښادي مو په بې ساري او منفي توګه د کمېدلو خوا ته بیایي.

کله چې ویده کیږئ او مهمه مسئله پر دې ځای کې یوازې ستاسو د خوب کمیت نه، بلکې د خوب کیفیت دی او نخاعي مغزي مایع ستاسو مغز مینځي.

د لنفاوي سیستم په اړه چېرته موقعیت لري؟

لنفاوي سیستم، چې پخوا فکر کېده چې یوازې په وجود کې دی، جوته شوې چې په مغز کې هم موقعیت لري. او دا یانې موږ د انسان په توګه داسې یو سیستم لرو چې زموږ مغز مینځي چې وکلای شي په بعضې شرایطو کې ښه کار وکړي. او دا د پاکولو مرحله هغه وخت منځته راځي چې موږ د خوب په حالت کې یو.

ګټوره خبر دا چې د رشد هورمون د هیپوفیز په غده کې مینځته راځي او د یوه اوږد عمر لپاره مهم دی. د دې هورمون لوړه سطحه ستاسو انرژي او شناخت ډېر او ښه کوي.

اړینه نکته دا ده چې دا هورمون د ورزش په وخت کې مصرف کېږي او د خوب په وخت کې ترشح کېږي! د دې لپاره چې د هورمون ترشح او د مغز د مینځلو مرحله لوړې درجې ته ورسوئ او خلاقیت، انرژي، ښایست او اوږد عمر ولرئ، علم دا موضوع تائید کړې چې باید هر شپه ۷ نیم ساعته ویده شئ، همدارنګه څېړنو جوته کړې چې یوازې د خوب کمښت نه، بلکې ډېر خوب یانې ۹ ساعته ویده کېدل ژوند لندوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button