افغانستان

ښځو د لاسي صنایعو د مارکیټ له نشتوالي شکایت وکړ

يو شمېر سوداګرې مېرمنې د خپلو لاسي صنايعو د پلور لپاره د بازار له نشتوالي شکايت کوي او وايي چې د کار د نشتوالي له امله له اقتصادي ننګونو سره مخ دي

وحیده هغه ښځه ده چې له تېرو ۴ کلونو راهیسې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي او د خپلې ۷ کسیزې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ راوړونکې ده

وحيدې وويل، چې د لاسي صنايعو د پلور لپاره د بازار د نشتوالي له امله له اقتصادي ننګونو سره مخ ده

نور یی ولوله | امیري په دوحه کې د افغان ښځو د کارموندنې او تعلیم په اړه خبرې وکړې

  نور یی ولوله | څنګه په ځوانۍ کې بریالي شو

وحيده سلطاني وويل: دوه کاله کېږي چې زموږ کار سم نه دى روان او په کور کې مو د زده کوونکو شمېر کم کړى دى، اوس په کور کې د ١٥ محصلينو پر ځاى دوه زده کوونکي لرو

په همدې حال کې یو شمېر سوداګرو ښځو پر اسلامي امارت غږ کړی چې د خپلو تولیداتو د خرڅلاو لپاره دې اسانتیاوې برابرې کړي

یوې سوداګرې میرمنې نرګس وویل: «مونږ په اسلامي امارت غږ کوو چې خلکو ته د کار کولو اجازه ورکړي، په ځانګړې توګه هغو ښځو ته چې د خپلو کورونو روزونکي دي

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، لاسي صنایع د کورنیو او بهرنیو بازارونو د نشتوالي له امله د زوال په حال کې دي او که اسلامي امارت دې برخې ته پاملرنه وکړي، سلګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي

د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی ممتاز یوسفي وايي:که خصوصي سکټور ورسره مرسته وکړي، هر شرکت کولای شي تر ۱۰۰ ډېر کسان په کار وګوماري

په همدې حال کې د کانونو او صنایعو وزارت ویاند ویلي چې اسلامي امارت غواړي د صنعتکارو ښځو لپاره کورني او بهرني بازارونه پیدا کړي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند اخونزاده عبدالسلام جواد وویل:موږ د خپلو خویندو لاسي صنایعو ملاتړ کوو او د هېواد دننه او بهر د هغوی د لاسي صنایعو د خرڅلاو لپاره د بازار موندنې په برخه کې اسانتیاوې برابروو

د ښځو لپاره د سوداګرۍ او صنایعو خونې د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۴ زره ښځو د سوداګریزو فعالیتونو رسمي جواز اخیستی دی

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button