ښځه څنګه حامله کېدای شي؟
ځینې مېرمنې غواړي چې حمل واخلي، خو د حمل اخیستلو وخت نه مدیریت کوي
ځینې مېرمنې د حمل اخیستو او د ماشوم تولد په ځانګړې وخت کې سم نه مدیریت کوي. ځینې بیا لیوالتیا لري چې ماشوم یې په معلوم کال په معلوم وخت کې دنیا ته راشي. ددې کار لپاره اړینه ده چې هم مېرمن او هم یې خاوند په سمه توګه تیاری ولري. د حمل اخیستو نه مخکې تاسو کولی شی څو په خپل ځیرک تیلیفون کې له هغه اپلیکشن ګټه پورته کړئ چې د حمل اخیستو په خاطر جوړ شوی دی. د امیدوارۍ دا اپلیکشن تاسو ته اونۍ په اونۍ په حرم کې د جنین وده په انځوریزه بڼه ښيي او تاسو ته د معایناتو ټاکلی وخت په ګوته او مرسته کوي څو تاسو د امیدوارۍ دوره په اسانۍ سره سرته ورسوئ.
له حاملهتوب څخه مخکې معایناتو تر سره کول
که چېرته تاسې امیدار کېدو ته لېوالتیا لری او غواړۍ چې سم ماشوم نړۍ ته راوړی، نو غوره ده تر څو له حمل اخیستو مخکې معاینات وکړئ څو ستاسو جسمي سلامتیا تضمین شي. له معایناتو وروسته کېدای شي چې تاسو ته فولیک اسید او نور ډوز در کړل شي څو ستاسو بدن د حمل اخیستو او روزنې لپاره اماده شي. مخکې له امیداور کېدو د همدې برخې له متخصصینو سره مشوره وکړئ او بار، بار ورسره ووینئ تر څو هغه نیمګړتیاوې پوره کړئ چې موجودې وي.
په مناسب وخت کې د جنسي اړیکې نیول
تر ټولو مهمه موضوع د جنسي اړیکې د نیولو لپاره د مناسب وخت پېژندل دي چې په دې وخت کې ستاسو د امیدوار کېدو موقع ډېره ده. که چېرته تاسو په تخمدان کې د تخمې وخت وپېژانده، نو کولی شی چې په دې ورځو کې د حمل اخیستو زیات چانس تر لاسه کړی. دا اړینه ده څو تاسو پوه شی چې د ښځې د میاشتنۍ ناروغۍ په ترڅ کې یو ځل تخمه رامنځته کېږي چې دا تخمه د ۲۴ ساعتونو لپاره ژوندۍ پاتې کېږي. که چېرې ددې تخم یا هګۍ په وخت کې ستاسو رحم ته سپرم ونه رسېږي نو امکان نه لري چې تاسو حمل واخلئ. تاسو که غواړی حمل واخلی نو همدا مناسب وخت دی چې ډېره جنسي اړیکه ولری او په دې ډول سره ستاسو رحم ته سپرم داخل او القاح شي.
نور ولولئ: د غوره جنسي اړیکو وختونه
د حمل اخیستو لپاره اړینه ده چې د تخم د موجودیت په وخت کې سپرم قوي، ښه او شمېر یې پوره وي.