Uncategorized

ښکلا ځدران ولې له دندې ګواښه شوه؟

ښکلا ځدران له دندې ګواښه شوه. يو ان یا ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ځوانانو استازې چې په عين وخت کې په افغانستان کې د سویډن د کمېټې سره هم کار کوي ددی کمېټې له لوري وروسته له هغه د دندې څخه ګوښه شوه کله چې هغه علیپور په اړه ټوېټر کې لیکنه کړې وه.

په سوشل میډیا کې ښکلا ځدراڼ د علي پور تروريست چې تراوسه یې ګڼ شمېر عام افغانان او افغان پوځيان په شهادت رسولي دي او په دې وروستيو کې د بهسودو ولسوالۍ تر سقوط او سوځولو وروسته د افغان پوځ یوه الوتکه په نښه کړه چې په پايله کې نهه تنه افغان پوځيان په شهادت ورسېدل، غندنه وکړه او د هغه کسانو جزا يې مرګ وکتله څوک چې افغان پوځيان عام وګړي مړه کوي.

img 20210324 095442

اوسمهال چې يو څوک په افغان پوځ د افغان حکومت په بنسټونو حمله کوي افغان پوځیان له منځه وړي نو ددوی په وړاندې د افغان پوځ عمل بدون له متقابل ځواب څخه بدون د له منځه وړلو څخه څه کېدی شي.نوموړی هم د یوه داسې تروریست په وړاندې چې يو ځل خوشي نيول شوی بيا په ضمانت او اقرار باندې بېرته خوشي شوی د

دا چې هغه بيا د خلکو په وژلو د افغان ملي پوځ په وژلو باندې پيل کړی دی نو څه پکار دي خلک او افغان پوځيان خو هغه ته ګلونه نشي ورکولی چې ډېر ښه مو وکړل.د سویډن کمېټه څه ډول کولي شي د خپلو کار کوونکو څخه د بيان د ازادۍ حق واخلي ايا دوی ځانته دا حق ورکوي چې د خپلو کار کوونکو دريځ د هغوی د بيان د نظر د ازادۍ حق سلب کړي.دا داسې خبرې دی چې په اړه ېې باید څېړنه وشي.

دا هم ولولئ:  ولسمشر غني: هيڅ وخت به د موقت حکومت ملاتړی نشم

ایا یو افغان یا افغانه دا حق نه لري چې د وطن دفاع وکړي.که نه دا کمېټه د علي پور په وړاندې د غبرګونونه څخه نا راحته ده، يا دا کمېټه هم داسې کمېټه ده چې د علي پور کړنې ورته د بشر د حقوقو مطابق ښکاري او د هغه په وړاندې د چا خبرې نشي زغملی.

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button