Uncategorized

کابلوف افغانستان کې باید ټولګدونه حکومت جوړ شي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د مسکو له مشورتي ناستې وروسته ویلي، د دې غونډې پر مهال په افغانستان کې د ملي پخلاینې او ټول‌ګډونه حکومت پر رامنځ‌ته کېدو ټینګار وشو. 

د دې غونډې په وروستۍ اعلاميه

د دې غونډې په وروستۍ اعلاميه کې ګډون کوونکو هېوادونو په افغانستان کې پر سولې، ثبات او پرمختګ ټينګار کړی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، مسکو هڅه کوي چې په افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره زمینه برابره شي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف زیاتوي: زموږ موخه دا ده چې، په افغانستان کې واقعي ملي پخلاینه رامنځته شي. یعنې د داسې یوه دولت جوړول چې پکې ټولې سیاسي ډلې حضور ولري.

نور یی ولوله | ایران د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

نور یی ولوله | سراج‌الدین حقاني: باید سره یو شو او اختلاف ونکړو

د اسلامي امارت د ویاند

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي په اوسني سرپرست حکومت کې د ټولو قومونو استازي حضور لري او دغه حکومت ټولګډونه دی. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «موږ د خپل ټول ګډونوالي په اړه اندېښنه نه‌لرو او اسلامي امارت په‌دې لټه کې دی، په کومو برخو کې چې نیمګړتیاوې وي، د بشپړولو لپاره یې ګامونه پورته کوي

له بل لوري بهرنیو چارو وزارت سره له دې چې د دغه ډول غونډو جوړېدل ستايي، خو زیاتوي چې، هېچا ته د دې اجازه نه ورکول کېږي چې، په افغانستان کې نظامي تأسیسات جوړ کړي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل زیاتوي: «د یوه خپلواک نظام په توګه به هېڅ‌کله چا ته اجازه نه‌ورکوو چې د افغانستان په خاوره کې پوځي تاسیسات جوړ کړي.

د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې، په هغه کې د اسلامي امارت هېڅ استازی حضور نه لري. په‌دې غونډه کې د چین، پاکستان، ایران، هند، قزاقستان، تاجیکستان، قرغیزستان، ازبیکستان او ترکمنستان استازو له نورو مسایلو سربېره د افغانستان په تړاو هم څرګندونې وکړې 

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button