سیمه ییز خبرونه

کابلوف: نړۍ دې حقیقت ته رسېږي چې طالبان د افغانستان قانوني مسئول دي

ضمیر کابلوف ویلي، اوس نړۍ دې حقیقت ته رسېږي چې طالبان د افغانستان قانوني مسئول دي، خو مسکو پخوا په دې پوهېده

د روسیې ډیپلوماټیکه دستګاه، نظامي او استخباراتي ادارې د طالبانو په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کوي چې دغه نظورونه کاملا له یوه او بل سره په ټکر کې دي.

څه موده وړاندې د روسیې دفاع وزیر د افغانستان له شمالي ولایتونو د روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو د ناامنه کولو ګواښ جدي بللی و او ویلي یې وو چې په یادو ولایتونو کې د روسیې ضد ترهګرې ډلې په ځواکمنېدو دي.

خو تازه د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، «نړۍ دې حقیقت ته ورو ورو رسېږي چې طالبان د افغانستان قانوني چارواکي دي.»

د مسکو لخوا د طالبانو منل کېدل

د ضمیر کابلوف په خبره، «دا هغه حقیقت دی چې مسکو ډېر پخوا منلی و، خو نړۍ یې چې اوس هم مني، تر نه منلو یې په ځنډ منل غوره دي.»

نوموړي له تاس خبري اژانس سره مرکه کې زیاته کړې: «البته نړۍ په دې حقیقت پوهېږي. روسیه په دې برخه کې مخکې وه. تر نه منلو ناوخته منل یې هم غوره دي.»

نور ولولئ: کابلوف افغانستان کې باید ټولګدونه حکومت جوړ شي

نور ولولئ: امیر‌خان متقي له مسکو مننه کړي چې دوی ته په نړیوالو ناستو کې کمپاین کوي

نور ولولئ: د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نوي فشارونه

ضمیر کابلوف د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په هکله د دوحې غونډې درشل کې دا هم ویلي چې په دغه ناسته کې به پر افغان کړکېچ تمرکز کېږي.

afghan (6)
طالبانو په افغانستان کې پر ښځو پراخ محدودیتونه وضع کړي دي.

خو ښاغلی کابلوف وايي، «دا غونډه به هغه وخت ګټوره وي چې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د نږدې او رغنده همکارۍ په ژوندي کولو په تېره د هغو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو په حل کې مرسته وکړي، چې افغانان ور سره مخ دي.»

په بېلابېلو فارمټونو کې له طالبانو سره خبرې

ښاغلی کابلوف چې د روسیې په استازولۍ د دوحې غونډه کې ګډون کوي، وايي، د دې ناستې په څنډه او نورو مناسبو فارمټونو کې به له طالبانو سره وګوري او خبرې به ورسره وکړي.

مسکو، ایران، چین او د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه هڅه کوي چې په سیمه کې له طالبانو د خپلو هېوادونو په خاطر په نړیواله کچه ګټه پورته کړي. له همدې امله مسکو له کلونو راهیسې له طالبانو ښکاره ملاتړ کوي.

د دوحې دریمه ناسته سبا د جون په دېرشمه د دوو ورځو لپاره د قطر پلازمېنه کې جوړېږي.

دا ځل د دوحې په دریمه ناسته کې طالب پلاوی ددې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد تر مشرۍ لاندې هم ګډون کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button