نړیوال خبرونه

کابل ته د متحده عربی اماراتو نوې مرستې راورسېدې

اسلامي امارت وايي چې عربي متحده اماراتو له افغانستان سره د ۳۰ ټنه خوارکي توکو مرسته کړې ده چې د حکومت د پنځه ګونو ارګانانو له لارې بې وزلو کسانو ته به ووېشل شي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له مرستندویه هېوادونو غواړي چې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې مشروطې نه کړي. 

      

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«زموږ غوښتنه دا ده چې هېڅوک بشري مرستې مشروطې نه کړي او هغه سیاسي موخو سره ونه تړي. دا انساني او عاطفي موضوع ده، باید له افغانانو سره مرسته او همکاري وشي، لکه عربي متحده امارات چې له هېڅ موخې پرته یې له افغانستان سره مرسته کړې ده او موږ له هغوی مننه کوو.»

اسلامي امارت په دې باور دی، چې د حکومتي ادارو له لارې د مرستو وېش روڼ او اغېزناک دی. ښاغلی مجاهد په دې هکله وايي:«د اسلامي امارت د پنځه ګونو ارګانونو له خوا وېشل کېږي، هلته روڼتیا هم موجوده ده او په عادلانه توګه وېشل کېږي او ځينې مرستې د نړۍوالو موسساتو له لارې وېشل کېږي چې له بده مرغه په هغې برخه کې ستونزې شته.»

نور یی ولوله | د پاکستاني پوځیانو د هوايي بمبار له امله د قربانيانو شمېر زیات شوی دی

له دې سره هم مهاله، د ترکیې د بشري مرستو څلورمه چوپه افغانستان ته راورسېده. د ترکیې سفیر وایي، چې د ريل پټلۍ له لارې د دغه هېواد د رارسېدونکو مرستو په هرې چوپه کې نږدې زر تنه خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي.

       

په افغانستان کې د ترکیې سفیر جهاد ارګین آی څرګندوي:«موږ دغه مرستې له سفارت، سرې میاشتې او د دغه ولایت له نورو ادارو سره په همغږۍ رسوو. په دغو مرستو کې غنم، طبي توکي، بوره او نور څېزونه شامل دي. د ترکیې مرستې یوازې په دغو مرستو پورې محدودې نه دي» تر دې مهاله افغانستان ته د متحده عربي اماراتو، قطر، ترکیې، پاکستان، هند، چین او یو شمېر نورو هېوادونو  بشري مرستې رارسېدلي دي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button