نړیوال خبرونه

کابل ته د پاکستاني دیني عالمانو سفر

د پاکستان حکومت د افغان طالبانو منځګړیتوب وکړ

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو په حواله د پاکستان د دیني عالمانو یو پلاوی کابل ته تللی تر څو د افغان طالبانو په منځګړیتوب د پاکستاني طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ په مذکراتو کې برخه واخلي.

د دغه پلاوي مشري د پاکستان مشهور دیني عالم محمد تقي عثماني کوي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی دی، چې د دغه پلاوي مشري د پاکستان مشهور دیني عالم محمد تقي عثماني کوي، چې د اکوړه خټک حقانیه مدرسې مشر انورالحق، مفتي غلام رحمان، مولانا محمد طيب، مولانا حنيف جالندري، مولانا حسین احمد، د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ پخوانی غړی شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس او مختارالدین شاه کار بوګا په دې پلاوي کې شامل دي

پاکستاني رسنیو ویلي چې دغه پلاوی د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي او پاکستان حکومت ترمنځ په هغو مذکراتو کې برخه اخلي، چې د تېرو څو میاشتو راهیسې د افغان طالبانو په منځګړیتوب پیل شوي دي. تر دې وړاندې د افغان طالبانو په منځګړتوب د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ مذاکرات شوي وو چې په پایله کې یې یو لنډ مهاله اوربند هم رامنځته شوی وو.

نور یی ولوله | امریکا: د افغانستان اقتصادي ثبات د ښځو حقونو او ټولګډونه پروسې سره تړلی دی

نور یی ولوله | د کجکي بند نن پرانیستل کیږي

د پاکستاني پلاوي مشر محمد تقي عثماني بیا په یوه ټویټ کې ویلې دي، چې د افغان طالبانو په غوښتنه یې کابل ته سفر کړی دی او له افغان طالب حکومتي چارواکو سره هم په یو لړ مسایلو خبرې کوي. 

عثماني که څه هم د ټي ټي پي سره د مذکراتو په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده، چې د افغان طالبانو مشرانو سره به د افغانستان د پوهنې او اسلامي اقتصاد په اړه خبرې اترې وکړي: «موږ د افغان حکومت په بلنه نن له یوه ښه نیت سره کابل ته راغلو، چې له لومړي وزیر، د کورنیو چارو وزیر، د پوهنې وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو سره به د مرستو پر کار، د پوهنې او اسلامي اقتصاد بحثونه پیل کړو

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button