سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

کابل: د پاکستان د فوځ مشر کابل ته راغلۍ

د ګاونډي هیوادپاکستان لوي دریستیز جنرال قمر جاوېد باجوه نن کابل ته راغلۍ اولسمشر اشرف غني سره يې د سولې او دوه اړخیزه تعلقاتو خبرې اترې شوي دي نومړۍ نن سهر د لوړپوري پلاوي په ملتیا راغلۍ دۍ.

يو شمېر سرچينو ويلي دي، چې د پاکستان پوځ لوى درستيز، د اى ايس اى مشر او نور لوړپوړي پاکستاني چارواکي چې نن کابل ته راځي په کابل کې به د ولسمشر اشرف غني او ځينو نورو لوړپوړو دولتي چارواکو سره ليدنې وکړي. د سرچينو په وېنا، پاکستاني چارواکي د سولې پروسې، اوربند او د طالب بنديانو د خوشې کولو په تړاو به له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

د پاکستان د فوځ مشر د سفر خبر په کابل کې د پاکستان سفارتخانې په یو ټويټ کې ورکړۍ وو.

Gen. Qamar Bajwa #COAS, held meeting with @ashrafghani at #Kabul today 09 June,2020. @mfa_afghanistan @ForeignOfficePk pic.twitter.com/lgdFLmxmyx— Pakistan in Kabul (@PakEmbKabul) June 9, 2020

د افغانستان ولسمرۍ مانړۍ په دې اړه څه ندي ویلي او نه بيا په کابل کې د پاکستان سفارتخانې د دغه ليدنې په اړه نور کوم جزيات شريک کړي دي. د پاکستان نوموړي د کابل دا سفر په داسې حال کې کړی چې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پاکستان ته سفر کړی ؤ.

بلخوا بیا بارې سرچينو ویلي چې جنرال قمر جاوېد باجوه د سولې په پروسه کې د پاکستان پخوانۍ غوښتنې يو ځل بيا افغان مشرانو ته وړاندې کوي. د پاکستان په دې غوښتنو کې له سولې وروسته د پاکستان او افغانستان اړيکې، د افغانستان بهرنى سياست او اقتصادي اړيکو په تړاو مهم جزييات هم شامل دي

د دغه هیواد پوځ ویلي ؤ په دغه ليدنه کې جنرل قمر جاوېد باجوه د زلمي خليلزاد سره په دوه اړخيزه شريکو ګټو، د سيمې د امنيت، د افغان کډوالو، افغان سولې د خبرو په عمل او افغانستان او پاکستان د ګډې پولې د انتظام په سر خبرې اترې کړې وې.

د زلمي خلیلزاد او جنرل باجوه د خبرو په اړه د امریکې سفارتخانې په یو بیان کې ويلي ؤ دواړو مشرانو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیوانو د ازادولو په باره کې خبرې وکړې او وې ویل د اختر په موقع شوي ډزبندۍ په دغه عمل کې چټکتیا راوستي وه.

پاکستان او افغان دولت باید یو بل سره کيني ترڅو د سولې مزاکرات او نور مشکلات سره یوځاۍ حل کړي دغه دواړه هیوادونه ترټولومخکې باید د باور فضا رامنځته کړي ترڅو د دواړو ملکونو عوام او دولتونه وکولۍ شي چې د یو بل ستونزې وڅيړي او بیا ېې په سمه توګه حل کړي.

د یادونې وړ ده چې لدې وړاندې هم د پاکستان اعلۍ چارواکو افغانستان ته سفرونه کړي او همداراز د افغانستان ولسمشر او نورو چارواکو هم پاکستان ته سفرونه کړي دي او د سولې او نورو موضوعاتو پا اړه ېې خبرې اترې شوي دي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button