نړیوال خبرونه

کابل والي: نړيوالوافغانستان سره په سمه توګه کرونا لپاره مرسته ونکړه

د پلازمېنې کابل والي محمد يعقوب حېدري ویلي چې نړيوالو د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره له افغانستان سره اساسي مرستې ونکړې،افغانستان یوغریب هیواد دۍ نړیوالو سازمانونو باید ورسره پوره مرسته کړې وۍ ترڅو د کرونا سره مبارزې لپاره سم کار شوۍ وې او کرونا له منځه تللې وۍ،

د کابل والي چې د حج او اوقافو وزارت او د امنيتي ادارو په کومک يې د کابل په ٢٢ ناحيو کې د عامه پوهاوي درې ورځنى پروګرام پيل کړ، په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې نړيوالو له افغانستان سره د کورونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې اساسي مرستې نه دي کړي. دا په داسې حال کې ده چې ويل کېږي نړيوالو له افغانستان سره د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره سلګونه ميليونه ډالر کومک کړې ده

. د کابل والي محمد يعقوب حېدري وويل، نړيوالې مرستې هغه ډول چې لازمې وې نه دي شوي، ځکه په خپل سر وسايل او نور شيان اخيستل شوي دي او هغه وسايل چې لازمي ول، هغه نشته. نوموړي همداراز وويل، چې په راتلونکې اونۍ کې به هم د کابل ولسواليو او ليرې پرتو سيمو کې د عامه پوهاوي پروګرام پيل کړي، چې به پکې زرګونه کسانو ته د دندو زمينه هم برابره شي. هغه دا هم وويل، چې د کابل اوسېدونکو د درې مياشتو د اوبو او دوه مياشتو د برېښنا بِلونه، چې تر زر افغانيو پورې وي، دوى يې ورکوي.

د يادولو وړ ده چې حکومت پلان لري د کورونا ويروس سره د مبارزې لپاره د پېسو نړيوال صندوق څخه ٢٢٩ ميليونه ډالر پور واخلي، چې مشرانو جرګې او ولسي جرګې يې هم دا غوښتنه تاييد کړې ده

افغانستان ی غریب هیواد دۍ او زیات د ژوند چارې او حکومتي چارې ېې د نړیواأې ټولنې او امریکې لخوا نه په مرستو چليږي که مونږ اوګورو افغانستان ته د استاذانو معاش او ملي اردو ته د عسکرو معاش هم نړیواله ټولنه او سازمانونو ورکړي دي او لا ېې هم ورکوي،

د ا هم باید یاده کړو چې افغانان باید د ځان بسیاینې لپاره کار وکړي او خپل عواید زیات کړي ترڅو د نړیوالو د مرستې نه ځان بسیا کړي او په خپله خوښه حکومت داري وکړي که افغانانو نه نړیوالې مرستې کمې یا ختمې شي نو افغانان به بیا مجبور شي یا نور هیوادونو ته مهاجر شي او یا به خپل وطن کې در په دروي،

د ه هم باید یاده کړو په افغانستان کې د کورونا ناروغي ډېر په تېرۍ سره مخ په ودې روان دى او د تازه معلوماتو له مخې، په هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر له ٢٠ زرو څخه پورته شوى دى. د روغتيا وزارت چاراکي وايي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا ويروس ٧٩١ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې له دې سره په هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ٢٠ زرو او ٣٤٢ ته رسيږي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button