ځایی

کابل ښاروالي پنځلس (۱۵) تفریحي پارکونه رغولي

د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل ښاروالي وايي، کابل کې یې ۱۵ تفریحي پارکونه له سره رغولي دي

هاخوا ځینې خلک بیا وايي، کابل ښاروالي د سړکونو د پراخوالي په خاطر ددوی کورونه، دوکانونه او د تېلو ټانکونه بغیر له دې چې مصارف یې ورکړل شي، په خپل سر نړوي.

د کابل ښاروالۍ تازه خبر ورکړی چې په دغه ښار کې به ۱۵ پخواني پارکونه له سره رغولي او ګټې اخیستنې ته یې وړاندې کړي دي.

خو یو شمېر کابل مېشتي بیا له کابل ښاروالۍ غواړي چې، د تفريحي پارکونو له بیارغونې سربېره باید د معیاري پارکونو جوړولو ته هم پام وکړي.

په دې تړاو کابل ښاروالي

کابل ښاروالۍ وايي چې د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې یې څه باندې ۱۵ تفريحي پارکونه بیا رغولي دي.

د کابل ښاروالۍ د چارواکوپه وینا، د دغو پارکونو د بیارغونې چارې پروسږکال پېل شوي او اوس اوس پایته رسېدلې دي.

نور ولولئ:  ترکمنستان: موږ به د «لاجورد لار» د پراختیا په موخه ګډه ناسته راوغواړو

نور ولولئ: د ملي تدارکاتو کمیسیون: “د ۸میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵ قراردادونه منظور شوي”

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله بارکزی وايي:«نور پلانونه چې د سرسبزۍ په برخه کې دي د څوکیو د جوړولو په برخه کې دي، د لوبو د توکو جوړول، جومات شریف او کلینیک د جوړولو چارې تر لاس لاندې دي چې کرار کرار مخته ځي او په دې برخه کې خصوصي سکټور هم همکاري لري.»

kabul (2)
کابل ښار کې د سړکونو ترمنځ ګلدان

خلک څه غواړي؟

یو شمېر کابل مېشتي بیا له کابل ښاروالۍ غواړي چې، د تفريحي پارکونو له بیارغونې سربېره باید د معیاري پارکونو جوړولو ته هم پام وکړي.

د کابل اوسېدونکي سید واحد وویل:«له طالبانو زموږ غوښتنه دا ده چې دننه په پارک کې څوکۍ جوړې شي او همدرانګه جومات جوړ شي.»

د کابل بل اوسېدونکي احسان هم څرګنده کړه:«د یوه پارک جوړول څو ګټې لري؛ یو د چاپېریال ساتنې لپاره ګټور دی او همدارنګه د کابل ښار د اوسېدونکو د روغتیا لپاره ډېر ګټور پرېوځي.»

کابل ښاروالۍ تر دې مخکې د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د اتو نویو پارکونو له جوړېدو خبر ورکړی وو.

هاخوا ځینې کابل ښاریان بیا د طالبانو تر کنټرول لاندې له کابل ښاروالۍ سرټکوي او وايي، د سړکونو، لارو او کوڅو د پراختیا په خاطر د خلکو کورونه، دوکانونه، مارکېټونه او د تېلو ټانکونه بغیر له دې چې خاوندانو ته یې قیمت ورکړي، په خپل سر نړوي چې خلکو ته یې ډېر مالي زیان اړولی دی.

خو طالبان بیا وايي، هر هغه څوک چې د جایدادونو قانوني اسناد ولري، د ملکیت قیمت یې ورکول کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button