نړیوال خبرونه

کابل ښار کې د اوبو کمښت

د څښاک اوبو نشتوالی

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د څښاک د اوبو له کمښته سر ټکوي او وايي، اړ دي د څښاک پاکو اوبو د تر لاسه کولو لپاره اړ اوږد مزل وکړي

د هغې کور ته نږدې د څښاک اوبه نشته

د پلازمیني په ځینو برخو کې د څښاک اوبو نشتوالی هغه ننګونه ده چې په اوسني وخت کې یو شمېر کابل ښاریان ورسره مخ دي. دغه مېرمنې د څښاک اوبو د ترلاسه کولو لپاره اوږده لاره کچ کوي.په بګرامیو ولسوالۍ کې د بالاکوه اوسېدونکې وايي، کور ته نږدې یې د څښاک اوبه نه پيدا کېږي. د بالاکوه اوسېدونکې مومنه وايي: درې کاله وشوله چې له هغه ځایه اوبه راوړو، خو اوس هلته هم اوبه نه‌شته، کله چې برښنا وي، اوبه شته‌، که نه‌وي اوبه نه‌شته. ماشومان اوبه نه‌شي وړلی، ملا یې ماتېږي، د دې پر ځای باید ښوونځي ته لاړ شي

د دې سیمې قومي مشران زیاتوي، د اوبو د نشتوالي له امله د دې سیمې یو شمېر اوسېدونکو له دې ځایه کډه کړې ده

ور یی ولوله | ملګری ملتونو کې د چین سفیر: د طالب چارواکو پر سفر دې بندیزونه ختم کړی شي

ور یی ولوله | په کونړ ولایت کې نږدې ۵۰۰ کورنیو د ملګرو ملتونو مرستې وویشل شوې

د بالاکوه سیمې وکیل ابراهیم علمداد وايي: «موږ ته یوه خصوصي شرکت اوبه راکولې، بیا بندې شوې، همدغه څاه ده چې خلک له افشارو نه ورته راځي، په ډېر عذر او زارۍ سره اوبه اخلي، نور ډېر خلک له دې ځایه کډوال کېږي او دا سیمه تر ډېره بریده خالي شوې ده

په‌دې ځای کې کابو ۵۰۰ کورنۍ ژوند کوي، یو شمېر دا کورنۍ وایي چې د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای هره ورځ اوبه وپېري او یا بل ځای ته کډه وکړي. خو د سرې میاشتې ټولنې مسوولین په دې سیمه کې د اوبو د کمښت ستونزه مني او وایي چې د اوبو د زېرمه کولو لپاره یې یو لړ طرحې برابرې کړې دي

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د څېړنو رییس محمد نسیم احمدي وايي: «د پنجشېر له خوا نه چې کومې اوبه راځي دې ته د تصفیې ماشینونه ولګېږي او دغه اوبه موږ کابل ښار ته راانتقال کړو، پلانونه لرو چې له بېلابېلو ادارو سره دلته د اوبو ذخیرې جوړې کړو

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button