کابل کې د اوو هېوادونو د غېږنیونې سیالۍ؛ پلازمېنه د سیمې د اتلانو او ډیپلوماتانو د مېلمستیا کوربه

کابل کې د اوو هېوادونو د غېږنیونې سیالۍ په رسمي ډول پیل شوې. په تېرو ۴ کلونو کې د افغان ورزشکارانو له لوري د ۴۰۰ مډالونو ګټل او د سیمې له هېوادونو سره د نږدې اړیکو په اړه بشپړ راپور.
کابل یو ځل بیا د ابادۍ او پرمختګ
ترڅنګ، د یوې سترې نړیوالې ورزشي جشنوارې په مرکز بدل شو. نن په رسمي ډول کابل کې د اوو هېوادونو د غېږنیونې سیالۍ پیل شوې، چې پکې د بهرنیو هېوادونو سفیرانو، ډیپلوماتانو، ورزشي پلاویو او د ا.ا.ا لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و. د ورزش ادارې عمومي رئیس، مولوي احمدالله وثیق، د دغې بین المللي جشنوارې په پرانیستغونډه کې ټولو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې دا سیالۍ نړۍ ته د افغانستان د ورزشي ودې او ډاډمن امنیت یو ژوندۍ بېلګه ده.

تېرو څلورو کلونو کې له نړیوالو میدانونو، کابل کې د اوو هېوادونو د غېږنیونې سیالۍ
د مراسمو په جریان کې احمدالله وثیق ټینګار وکړ چې د ا.ا.ا د ورزشي ستراتیژۍ له امله اوسمهال د هېواد په هر ګوټ کې ټاکنیزې سیالۍ او لوی لیګونه په پوره ډاډ سره روان دي. د باختر آژانس د راپور له مخې، د ورزش ادارې د ځانګړې پاملرنې په پایله کې، افغان ورزشکاران وتوانېدل چې په تېرو څلورو کلونو کې له نړیوالو میدانونو څخه له ۴۰۰ ډېر بېلابېل مډالونه ترلاسه کړي. د چین، بحرین او سعودي عربستان په سیالیو کې د سرو زرو، سپینو زرو او برنزو مډالونو ګټل د هغو هڅو انعکاس دی چې افغان لوبغاړو د هېواد د بیرغ لوړولو لپاره کړي دي.

مولوي احمدالله وثیق زیاته کړه چې افغانستان د ورزش له لارې له نړیوالو سره د نېکو او تلپاتې اړیکو غوښتونکی دی. هغه وویل چې کابل کې د اوو هېوادونو د غېږنیونې سیالۍ دا په ډاګه کوي چې کابل اوس د نړۍ د اتلانو لپاره یو خوندي او مناسب کوربه دی. د ده په وینا، د ا.ا.ا په راتګ سره نه یوازې امنیت خوندي شوی، بلکې ورزشي رشتو ته د ودې پوره چانس ورکړل شوی، چې په کې بهرني لوبغاړي هم په ډاډه زړه ګډون کوي.
د جشنوارې د پرانیستې په پای کې، وثیق د دغو لوبو له مالي ملاتړي احمد نبي زاده (جنسنګ انرژي)، د ملي تلویزیون له مشرتابه، د ورزش ادارې له کارکوونکو او په ځانګړي ډول له امنیتي ځواکونو مننه وکړه چې د دغې تاریخي غونډې د بریالي ترسراوي لپاره یې هلې ځلې کړي دي. کابل کې د اوو هېوادونو د غېږنیونې سیالۍ د درېیو ورځو لپاره دوام کوي، چې د هېواد د ورزشي تاریخ یو بل ځلانده باب به پرې اضافه شي.




