افغانستان

کابل کې د برم په نوم نوی څېړنیز مرکز پرانیستل شو

کابل کې د برم په نوم په نوی څېړنیز مرکز پرانیسته شوې چې د مسوولینو په وینا، د علمي او ستراتیژیکو څېړنو ترڅنګ به د هېواد د علمي ظرفیتونو په لوړولو او د پالیسۍ جوړونې په برخه کې هم فعالیت وکړي.

د برم څېړنیز مرکز مسوولین وايي، دغه مرکز به علمي، تطبیقي او ستراتیژیکې څېړنې ترسره کړي او د عامه پالیسۍ او پراختیايي طرحو د جوړولو ترڅنګ به علمي کنفرانسونه او خپرونې هم تنظیم کړي.

د علمي څېړنو او پالیسۍ جوړونې تمرکز

د کابل کې د برم په نوم په نوی څېړنیز مرکز د فعالیتونو یوه مهمه برخه د څېړنې او پالیسۍ جوړونې په برخو کې د مسلکي ظرفیتونو روزنه ده.

د مرکز د معلوماتو له مخې، برم به په بېلابېلو علمي او مسلکي برخو کې مشورتي خدمتونه وړاندې کړي، د علمي نوښتونو ملاتړ وکړي او له کورنیو او نړیوالو علمي بنسټونو سره به د ګډو څېړنو او همکاریو زمینه برابره کړي.

برم به په کومو برخو کې کار کوي؟

د کابل کې د برم په نوم په نوی څېړنیز مرکز د فعالیت ساحې یوازې تر عمومي څېړنو محدودې نه دي. د مرکز په رسمي معلوماتو کې اقتصاد، انرژي او پراختیا، ساینس او ټکنالوژي، تعلیم او فرهنګ، سیاست او نړیوالې اړیکې، روغتیا او چاپېریال ساتنه او حکومتولي د څېړنې له مهمو برخو څخه بلل شوي دي.

مسوولین وايي، د مرکز له لارې به هڅه وشي چې د څېړنې، علمي نوښت او پالیسۍ جوړونې په برخو کې د هېواد موجود ظرفیتونه لا پیاوړي شي.

د مرکز په رسمي معلوماتو کې هم ویل شوي چې برم په ۱۴۰۵ کال کې تأسیس شوی او موخه یې د علمي څېړنو او ستراتیژیکو مطالعاتو له لارې د عملي حل‌لارو وړاندې کول دي.

په دې توګه، کابل کې د برم په نوم په نوی څېړنیز مرکز د علمي څېړنو، نوښت او پالیسۍ جوړونې لپاره د یوه نوي بنسټ په توګه خپل فعالیت پیل کړی دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button