تجارت خبرونهنړیوال خبرونه

کابل کې د تولید، کار او تحصیل تر سرلیک لاندې د نندارتون دایر شوی

په کابل کې د بیلابیلو دولتي او غیر دولتي بنسټونو په ګډه همکارۍ د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شوی

دا نندارتون د موج ویژن، رولیکس کمپنۍ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، اقتصاد وزارت، کابل ښاروالۍ او خصوصي سکتور په ګډه همکارۍ د تولید، کار او تحصیل تر سرلیک لاندې د دریو ورځو لپاره دایر شوی.

نوموړی نندارتون په کابل سرینا هوټل کې د حکومتي چارواکو، سوداګرو او پانګوالو په ګډون تر سره کیږي چې د هیواد بیلابیل ډوله تولیدات او کتابونه پکې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د دې نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو وده، د نویو محصولاتو پيژندنه او په مناسبه بیه د توکو پلورنه ده چې سلګونو سوداګرو پکې برخه اخیستې ده.

د افغانستان لخوا لومړنی تولید شوی سپورټي موټر

له دې نندارتون څخه لنډه موده وړاندې د هیواد د انجینرانو یو ټیم د افغانستان لخوا لومړنی تولید شوی سپورټي موټر رسنیو ته معرفي کړ چې د پنځو کلونو په موده کې طرح، ډیزاین او جوړ شوی و.

دا موټر چې د افغان انجینر محمد رضا احمدي تر سرپرستۍ لاندې د هغه د ګروپ او د تخنیکي او مسلکي زده کړو انستیتوت په همکارۍ جوړ شوی و چې په هیواد کې دننه او بهر له پراخ هرکلي او تشویق سره مخ شو چې په کابل کې څو ځله نندارې ته هم وړاندې شو.

د دې موټر په اړه وروستی نندارتون د کابل په انټرکاټیننټال هوټل کې اوسني نندارتون ته تر ورته عنوان لاندې جوړ شوی و.

په هیواد کې وروستي اقتصادي ناورینونه

دا نندارتون په داسې حال کې جوړیږي چې په افغانستان کې وروستي سیاسي بدلونونه او د نړیوالو لخوا اقتصادي بندیزونه د دې سبب شوي چې ډیری هیوادوال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شي او د بې کارۍ کچه په وروستیو شلو کلونو کې په بې ساري ډول ډیره شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button