اقتصاد او سوداګريتجارت خبرونه

کابل کې د جاپان سفارت ورسره څه باندې ۱۷.۵ میلیونه ډالرو د مرستې ژمنه کړې

طالبان وايي، دغه مرستې د نشه یي توکو سره د مبارزې او زیانمنو کورنیو سره د مرستې په موخه کېږي

د طالبانو رژیم داسې مهال دغه خبر ورکوي چې په کابل کې د جاپان سفارت او بهرنیو چارو وزارت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو اقتصاد وزارت وايي، کابل کې د جاپان سفارت ورسره له نشه‌يي توکو سره د مبارزې لپاره ۱۰ میلیونه ډالره او د اقلیمي بدلون له امله زیانمنو کورنیو سره د مرستې په موخه ۷.۶۳ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي. خو کابل کې د جاپان سفارت په دې اړه څه نه دي ويلي.

له دین محمد حنیف سره د جاپان د سفیر ناسته

د طالبانو اقتصاد وزارت تېره ورځ دوشنبه د (لړم ۲۸مه) په خپله ایکس پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا د طالبانو د اقتصاد له وزیر دین محمد حنیف سره په ناسته کې د ۱۷.۶۳ میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې کابل کې د جاپان سفارت دغه مرستې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې لپاره ۱۰ میلیونه ډالره او د اقلیمي بدلون له امله زیانمنو کورنیو د لاسنیوي په موخه ۷.۶۳ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

نور ولولئ: د جاپان ۱۰ میلیونه ډالر مرسته د بدخشان، کندهار او هلمند کرونده ګرو ته ورکول کېږي

نور ولولئ: د ناروې ۱۰۰ او د جاپان ۳۵ میلیونه ډالره د مرستو کولو ژمنې

نور ولولئ: حامد کرزی: له افغانستان سره د جاپان د څه باندې ۷ میلیون ډالرو مرستې هرکلی کوو

خو تر اوسه پورې کابل کې د جاپان سفارت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو اقتصاد وزارت خبرپاڼه زیاتوي چې ‏د جاپان سفیر د افغانستان د تاریخي میراثونو او ابداتو د ساتنې برخه کې هم د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی.

د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د جاپان مرسته

تر دې وړاندې د جاپان سفارت له‌خوا د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې له پروګرام سره په ښاري سیمو کې د زیانمنو خلکو د ژوند او چاپېریال د ښه‌والي په موخه د ۷،۳۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت یوه تړون لاسلیک کړی و.

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام ویلي و، چې د دغې پروژې له لارې به په کابل او هرات کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان د ژوندانه له لومړنیو خدمتونو، روغتیا او بیارغولو له خدمتونو برخمن شي.

د راپورونو له مخې په ۲۰۲۴ کال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۳،۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

افغانستان په نړۍ کې یو له سترو او پیچلو بشري ناورینونو سره مخامخ هیواد دی.

د یادونې وړ ده چې طالبان ددغه ناورین د کنټرول لپاره هېڅ برنامه په لاس کې نه لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button