کورني خبرونه

کابل کې د لسګونو ښځو لاریون کار، ډوډۍ او ازادي غواړي

کابل کې د لسګونو ښځو لاریون کار، ډوډۍ او ازادي  غوښتنی  په موخه کړی  افغان مرکز کابل کې لسګونو ښځو د پنجشنبې پر ورځ د يوه لاريون په ترڅ کې د ډوډۍ، کار، ازادۍ په شعارونو سره په ټولنيزو، اقتصادي او سياسي برخو کې د بشپړ ګډون غوښتنه کړی.

د دې ډلې له خوا خپرې شوې ويډيوګاېي ښایی چې مېرمنې د هغو کورنيو عکسونه لېږلی چي ويل کېږي د بېوزلۍ له امله د خپلو کوچنیانو  پلورلو ته اړ شوې يوه لاريون کوونکې ویلی  چې دوی ملايانو او ديني عالمانو ته درناوی لري خو خدای پاک د دوی لپاره د جوماتونو په منبر کې يو سپېڅلی ځای ټاکلی چې منبر ته ولاړ شي او وګړو ته لارښوونه وکړي. حکومتولۍ او اقتصاد سره تړلې مسلې، د اسعارو کنټرول او نړيوالو اړيکو برخه کې متخصصو وګړو  ته اړ  دی  او  همدغه چارو مسووليت بايد کارپوه وګړو  ته وسپارل شي.

لاريون کوونکو مېرمنو د پاکستان د حکومت پر ضد هم شعارونه ورکول او هغه يې د افغانستان د بدبختۍ لامل وبالهيوې لاريون کوونکې ویلی  نړيوالې ټولنې او ښځو ته غواړم او ویلی  چې دا شونې نه ده چې طالبان دې افغان مېرمنې ومني. کېدی شي د دوی د حکومت سر کې يو څو وګړی د ښځو د منلو پلمه وکړي او په خپل نيمګړي حکومت کې لږه ونډه ورکړي خو د دوی لاس لاندې وګړی د خپلو مشرانو خبرې نه اوري طالبانو د دې اعتراض کونکو  مېرمنو نیوکو او څرګندونو ته لا کوم غبرګون نه دی ښودلی. 

نور یی ولوله | طالبانو ویلی د ډالرو له قاچاق کوونکي سره به د ملي خاين په ډول چلند کېږي

خو په تېر کې یې ټینګار کړی چې افغانستان کې ښځې د شریعت په چوکاټ کې له ټولو حقوقو برخمنې دي .

د پنجشنبې ورځې د لاریون کونکی  ځینو ويډيوګانو کې چې له رسنيو سره شريکې شوې لاریون کوونکي وايي چې د طالبانو له اړخ  پرې بريد شوی.

 په دې کې د طالبانو يو غړي ښایی چې د دوی د تليفونونو د اخيستو او ماتولو ګواښ کوي په يوه بله ويډيو کې نور طالب عسکر دي چې يو يې د لاریون کوونکو ټليفون اخلي او لاريون کوونکې ترې غوښتنه کوي چې خپل ټليفون بېرته ورکړي خو هغه ځواب نه ورکوي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button