کابل کې د ښځینه خبریالانو له لوري د خبریال ملي ورځ نمانځل کېدل

د افغانستان ښځینه خبریالانو بنسټ کابل کې د کب ۲۷مه، د خبریال ملي ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځله.
په دغو مراسمو کې د خبریالانو په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو استازو برخه اخیستې وه.
د یاد بنسټ مشره مشهوده سروري وايي، چې که څه هم پلازمېنه کابل کې په رسنیو کې ښځینه خبریالانې فعال حضور لري خو په ولایتونو کې د ښځینه خبریالانو پر فعال حضور ټینګار لري.
نوموړې زیاتوي چې لا هم اقتصادي ستونزې په افغانستان کې د ننه خبریالانو په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو پر وړاندې ستره ننګونه ده چې په خبره یې اسلامي امارت، د رسنیو او رسنیو ملاتړي بنسټونه ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د آغلې سروري په وینا، ښځینه خبریالانې لا ډېر ملاتړ ته اړتیا لري.
ددې مراسمو پر مهال د افغانستان د خبریالانو ملي کور مشر سید یاسین متین اطلاعاتو ته نه لاسری او اقتصادي ستونزې هغه موارد یاد کړل چې لا هم په افغانستان کې د ننه خبریالان ورڅخه کړیږي. نوموړي د کورنیو رسنیو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو اتحادیه وايي، چې دا مهال په هېواد کې ۴۷۰ رسنۍ فعالیت لري چې ددې رسنیو له ډلې، ۸۴ ټلویزیونونه، ۲۷۵ راډیوګانې، ۵۹ خبري اژانسونه او ۵۲ چاپي خپرونې چې زیاتره یې دولتي دي، فعالیت لري.